د سلمان خان او پرېنکا چوپړا جنجال

روهي (جمعه/۱۲ د تلې)، د هندي سېنما دوه مشهورو لوبغاړو سلمان خان او پریانکا چوپړا په يو فلم ګډ کار پيل کړ چې په وروستيو کې پریانکا چوپړا په فلم کې له سلمان خان سره کار کول پرېښود.

سلمان خان سره د پریانکا چوپړا د کار د پرېښودلو لامل نه دی په ګوته شوی خو ويل کيږي چې د سلمان خان ځينې ټوکې چې په خبري ناستو کې يې پر پریانکا چوپړا کولې د نوموړې د شاته تګ لامل شوی وي.

سلمان خان اوس مهال په بالېوډ سېنما کې نوم وتی لوبغاړی دی چې په اسانۍ سره د ځان لپاره د مقابل لوبغاړي انتخاب نه کوي او ډېرۍ ښځينه لوبغاړې له ده سره په رول لوبولو خوښې وي.