نازیه اقبال: د خپل میړه سره یې ګډ ژوند بیا پیل کړی اؤ غواړي خپلو اولادونو ته یو ښه راتلونکی ورکړي   

روهي( درې نۍ/۹ د تلې )، دپښتو وتلې سندرغاړې نازیه اقبال ویلي هغې دخپل میړه جاوید فضاء سره ګډ ژوند پیل کړی اؤ نور به په رسنیو یوازې دخپل هنري فعالیتونو په اړوند راښکاره کیږي.
 

نازیه اقبال وایي که دخپلو لوڼو سره دشوي جنسي ځورونې خبرې یې د رسنیو مخې ته راوړې وې نو هغه یوازې ددې غرض دپاره وې ترڅو نورې میندې اؤ پلرونه دخپل اولاد حفاظت ته هوښیار شي اؤ‌ په چا بې ځایه باور ونه کړي.
 
نازیه اقبال چې دا وخت دخپلې کورنۍ سره په لندن کې اوسېږي،تیره میاشت یې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډيو خپره شوې وه چې پکې دهغې میړه جاوید فضاء نازیه اقبال ته په طلاق ورکولو لیدل کیده.
 
 
وروسته دنازیه اقبال له خولې یوه بله ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې پکې هغه وایي د اسلام وتلو مفتیاتو ورته فتوې ورکړي چې دهغې اؤ دمیړه طلاق یې نه دی شوی.
 

برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره پخپله یوه تازه مرکه کې میرمن نازیه اقبال ویلي چې دخپل میړه سره یې ګډ ژوند بیا پیل کړی اؤ غواړي خپلو اولادونو ته یو ښه راتلونکی ورکړي.
 
په دې مرکه کې نازیه اقبال ژړلي هم دي اؤ وایي دپاکستان څخه هغه په ډيره مجبورۍ وتلې ده،ځکه چې لوڼه یې له مکتبه ویستل شوې وې اؤ هغه غواړي چې خپلو اولادونو ته ښه تعلیم ورکړي.