نړۍ نن د سولې نړيواله ورځ لمانځي؛ دا پوښتنه وکړئ چې له افغانستان سوله چا واخېسته او څوګ يې راولي؟

نړۍ نن د سولې نړيواله ورځ لمانځي؛ دا پوښتنه وکړئ چې له افغانستان سوله چا واخېسته او څوګ يې راولي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

نن د سېپټمبر ۲۱مه نېټه ده. له ۱۹۸۲ کال راهيسې دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم لمانځل کيږي او په ۲۰۱۳ ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت هم وپېژندل شوه. د سولې نړيوالې ورځې موخه دا ده، چې په ټوله نړۍ یا د نړۍ په هر هېواد کې دي جګړه نه وي، تاوتريخوالی دې قابو شي، بشري حقونه دي خوندي او جګړه دې له رېښې اېستل شوې وي. له همدې شعارونو سره ملګرو ملتونو دغه ورځ رسمي کړه او په دې نوم يې دا په ډاکه ګړه، چې دغه سازمان د بشريت ژوند خوندي کوي.

له کفري نړۍ څخه لسګونه پيړۍ وړاندې د اسلام سپيڅلي دين پر يوې طعبيي سولې د انسانو ترمنځ ټېنګار کړی دی. د اسلام په مقدس کې دين کې سوله دا مانا چې جګړه، ناخوالې او تاوتريخوالي په سوله بدل کړئ، خو د اوسنۍ نړۍ ته سوله داسې يو څه ده، چې بايد لومړۍ جګړه پيدا او پيل شي او د همدې جګړې پای ته بيا سوله وايي.

د اسلام په مبارک دين کې د سولې حکم دا دی، چې پيل شوې جګړه پای ته ورسوئ او وسوله وکړئ، خو د لوېدېځې نړۍ سوله دا ده، چې لومړۍ بايد جګړه پيل شي او بيا سولې وشي.

د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له امريکا، روسيه، چين، بريتانيا، فرانسې او نورو په لاس کې پروت د ملګرو ملتونو سازمان له بل هر حقوقي شخصيت د سولې ډېرې چيغې وهي. ملګري ملتونه همدا نن ورځ بيا په مېلونه ډالر خرڅ کوي، ترڅو د خپلو جګړو پای د سولې په نوم وښيي او يا د روانو جګړو ماته د سولې په نوم پوښ کړي.

په ۲۱مه پيړۍ کې لوېدېځې او په لويه کې کفري نړۍ داسې غښتلی سیاست پيل کړی دی، چې هم دوی جګړه زېږوي او هم دوی د سولې غږ پورته کوي. د ملګرو ملتونو سازمان چې د پورته يادو هېوادونو په لاس کې دی، د خپل تاسيس (۱۹۴۵) کال راهيسې تر ټولو بريالی سازمان دی. د دغه سازمان بريا په دې کې ده، چې په لوېدېځه نړۍ کې يې خونړۍ دويمه نړيواله جګړه پای ته ورسوه او په يو بل پوښ کې هم هغه جګړه په نوې بڼه او نوی نوم اسلامي هېوادونو ته انتقال کړه. دغه سازمان بريالی ځکه دی، چې خپلې موخې يو په بل پسې تطبيق کړې. له جوړښت را وروسته يې لوېدېځه نړۍ د سولې کور شو او اسلامي نړۍ يې په يوې متوالي پروسې کې واچوله. د سازمان له جوړښت بيا تر نن ورځ لوبه داسې ده، چې د نړۍ اسلامي هېوادونه لومړی بايد شته سوله له لاسه ورکړي، ورپسې جګړه تجربه کړي او بيا د سولې څښتانان شي، ترڅو دا شعار عملي شوی وي، چې ملګري ملتونه او غربي جهان سولې ته کار کوي او د سولې ارزښتونه لمانځي.

عراق، سوريه، فلسطين، مصر، ليبيا، يمن او نور په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د هغه پالېسۍ بېلګې دي، چې سوله يې په جګړه تبديل، او بيا يې له جګړې سوله پيدا شوه. دغه پالېسي متحرکه او دوراني ده. لومړۍ بايد شته سوله له منځه لاړه شي ترڅو د سولې مقابل څه؛ چې جګړه ده پېښه شي. بيا چې کله د جګړې په پړاو کې ګټې خوندي شي نو د جګړې پای ته سوله وويل شي.

د لوېدېځې نړۍ د دغه سياست او پالېسۍ قرباني افغانستان هم دی. له نېږدې يې که راونېسو، نو د سردار داوود خان رژيم سوله، مات شو ترڅو جګړه وزېږي او د بلې سولې مور شي. همداسې وشول، ۱۴ کالونه جګړه وشوه بيا د سولې خبرې را پورته شوې او د جګړې پای او د غربيانو خپل منځي ماتې ته سوله وويل شوه.

له هغې را وروسته چې طالب نظام جوړ شو. نړيوالو دغه نظام د يوې سېکې په ډول جوړ کړ چې دوه مخونه يې درلودل. لومړی مخ يې سوله وه چې د پنځو کالونه لپاره يې پورته خوا کېښوده او د ويم مخ يې بېرته جګړه وه، چې د طالبانو له سقوط وروسته يې راښکاره کړ.

لنډه پايله دا شوه، چې نړۍ د هغه سولې بنسټګره ده، چې شته سوله بدنامه کړي، جګړې ته د مبارزې نوم ورکړي او د خپلو ګټو له خونديتوب وروسته د جګړې پای بېرته د سولې په نوم ياد کړي. د طالب بد او يا ښه نظام؛ خو سوله وه او نن بد او ښه نظام خو سوله نشته. زبرځواکونو سوله اخېستې ده او دوی به سوله راولي.