
په نړیوال سیاست کې تل بدلونونه او نوي تحرکات رامنځته کیږي، خو په وروستیو کلونو کې دا بدلونونه په بې سارې کچه چټک شوي دي. د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته، داسې انګیرل کیده چې نړیوال نظم به د یوه قطبي نړۍ په لور لاړ شي چې امریکا به په کې غالب ځواک وي، خو اوس داسې بریښي چې دا فرضیه سمه نه ده. په اوسني وخت کې، د نوي نړیوال نظم په اړه بېلابېل لیدلوري او بحثونه شتون لري.
په اوسني وخت کې د قدرت مرکزونه یوازې په یوه یا دوو هیوادونو پورې محدود نه دي. د چین، روسیې، هند، برازیل او ځینو نورو سیمه ایزو ځواکونو ظهور د دې لامل شوی چې نړیوال سیاست څو قطبي بڼه غوره کړي.
دا هیوادونه نه یوازې اقتصادي ځواک لري، بلکې په نظامي او سیاسي لحاظ هم پر نړیوالو مسایلو اغیز لري.
د لویو ځواکونو ترڅنګ، سیمه ایزو ځواکونو هم په نړیوال سیاست کې مهم رول لوبولی دی.
هیوادونه لکه ایران، ترکیه، سعودي عربستان، او نور په خپلو سیمو کې د نفوذ زیاتولو هڅه کوي او د نړیوالو مسایلو په حل کې اغیز لري. د مثال په توګه، د منځني ختیځ په بحرانونو کې د دې هیوادونو رول خورا مهم دی، همدا ډول که ټیکنالوژي برخه کې چټک و پرمختګونو ته کتنه وکړو هم په نړیوال سیاست کې مهم او ستر بدلونونه راوستي دي د بلکې په ډول سایبري امنیت، مصنوعي استخبارات، ن وې مخابراتي مصنوعي ځیرکتیا له امله د هیوادونو ترمنځ سیالي او همکاري رامخکې شوي چې همدې له لارې سایبري بریدونه، د اطلاعاتو جګړې، او د تیکنالوژي له لارې د نفوذ زیاتیدو هڅې د نوي بدلونونو مهمې ځانګړتیاوي دي.
د نړۍ نړیوال سیاست بدلون یا تحرکاتو داسې واضح تعریف شوي اصول یا لارښودونه تر اوسه شتون نه لري خو داسې انګیر لای شو چې د څو قطبي او پیچلي سیاست په لور ته روان یو، ځکه په دې کې لوی ځواکونه، سیمه ایز فعالین، غیر دولتي سازمانونه او ټیکنالوژيکي بدلونونه اهم رول لوبوي. په دې لیکنه کې به لږ په مصنوعی ځیرکتیا (اې آیAi ) باندې تم شو. هڅه به کوو چې راتلونکي کې به د دې په ارزښت او رول درلودلو باندې پوره مقاله ولیکل شي .
په اوسني نړیوال نظم کې د مصنوعی ځیرکتیا ( اې آی) رول خورا مهم دی. ا مریکا او چین د (اې آی) په برخه کې په سخته سیالۍ بوخت دي؛ امریکا پر چینایي ټیکنالوژۍ بندیزونه لګوي، خو چین بیا هم په دې برخه کې چټک پرمختګ کوي او هڅه کوي چې په خپلو سرچینو متکي شي. اې آی اوس د هیوادونو لپاره یوه ستراتیژیکه شتمني ګرځیدلې، او هغه هیوادونه چې په دې کې برلاسي وي، پر نړیوال سیاست، اقتصاد او پوځي چارو به واکمن وي. په نږدې راتلونکي کې د څو قطبي اې آی نړۍ تمه کیږي، چې لویدیځ بلاک به د امریکا په مشرۍ وي او بل بلاک به چین او نړیوال جنوبي هیوادونه وي. په اقتصادي لحاظ اې آی به نړیوال اقتصاد ته د پام وړ وده ورکړي، او هغه هیواد چې په اې آی کې واکمن شي، د راتلونکي اتوماتیک او اقتصادي پراختیا کنټرول به په لاس کې ولري، همدا ډول اې آی د خلکو د فکر او پوهاوي په جوړولو کې هم مهم رول لري، چې د ټولنیزو رسنیو او الګوریتمونو له لارې د نظرونو د بدلولو او حتی د ټاکنو پر پایلو د اغیزو لامل کیږي. په پای کې اې آی وسلې سیالي کولی شي د نړیوالو شخړو خطر زیات کړي، او د امریکا او چین ترمنځد اې آی جګړه د نړیوال ځواک جوړښتونه بدلوي چې دا بحث خورا مهم او اوږد دی چې بلې لیکنې کې بهورباندې تفصیلي بحث کوو بیرته د لیکنې سر ټ کي ته راګرځو.
د سړې جګړې پای (۱۹۹۱) یو مهم پړاو و، چې د نړیوال ځواک جوړښت یې له دوه قطبي سیالۍ څخه بدل کړ. په دې وخت کې، متحده ایالات د یوازیني ابرقدرت په توګه راڅرګند شول، چې په نظامي، اقتصادي او کلتوري برخو کې یې بې سا رې واکمني درلوده، دغه دو ره د اقتصاد نړیوال کیدل، چټکتیا او پرمختیا یې تجربه کړه، خو په ورته وخت کې یې اقتصادي نابراب ري هم درلوده اما اوس مهال کې نړۍ د څو قطبي لوري ته روانه ده چې د بریکس (برازیل، روسیه، چین، سویلي افریقا، هند) او همدا ډول ملتپال او پاپولیست ځواکونه یې لامل دي چې دغه بدلون د ځواک ویش او نویو اقتصادي او سیاسي مرکزونو په راڅ رګندیدو سره مشخص کیږي. اوس مهال د چین او هند اقتصادي وده په چټکۍ سره روانه د ه چې د نړیوال ځواک په ویش باندې ژور تاثیرات لري او د لویدیځ اوږدمهاله اقتصادي، سیاسي واکمني یې له ننګونو سره مخ ک ړې ده حتی د دې تیرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د چین حیرانوونکي پرمختک د امریکا نړیواله واکمني یې له جدي ننګونو سره مخ کړي ده چې چین په جنوبی اسیا کې د یوې لارې او یو کمربند (وریښمو لار) نوښتونه، چټک اقتصادي پرمختک، نظامي ځواک وده، روسیې او شلي کوریا، ایران سره د اړیکو پرمختیا هغه څه دي چې په نړیوالو مسایلو کې یې رغنده رول راخپل ک ړی ده او لویدیځ یې له خنډونو سره مخ ک ړی دی.
په ورته مهال امریکا د چین محا صره کولو لپاره د جاپان، سویلي کوریا، هند او استرالیا په ملتیا پوځي اتحاد رامنځته ک ړی او همدا ډول د امریکا، برتانیا، استرالیا ترمنځ امنیتي تړون تر سره ش وی . دواړه امینتي ډیالوګون ه او تړونونه په اصل کې د چین د بحري نفوذ پر وړاندې ش وي وو. سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سفر منځنۍ ختیځ ته تر ډیره همدې لپاره و چې دلته بیرته د امریکا نفوذ احیا کړي او د اقتصادي، دفاعي او ټیکنالو ژۍ په برخه کې تړونونه د چیني نفوذ کمولو لپاره یو مهم ګام و خو بیا ه م ممکن منځنۍ آسیا هیوادونه خصوص ااً سعودي عربستان، متحده عربی امارات او قطر د دواړو قطبونو ترمنځ توازن وساتي او خپل ې ملي ګټې به له دواړو خواوو أمین کړي برعکس د چین دوامداره اقتصادي پانګونې او ستراتیژیک تړونونه ښایي چې سیمه د څو قطبي سیستم په لور روانه کړي.
د یادولو وړ ده چې امریکا په نړیوال نظام د (قوانینو پر بنسټ کې) د خپلې واکمنۍ ساتلو لپاره خنډونه ویني له همدې امله، د امنیتي او اقتصادي ګټو ساتن ې ستراتی ژۍ پر مخ وړلو لپاره د دولتونو ترمنځ د نړۍ پېژندل شوي نورمونو او اص ولو څخه په سرغړونې، اکثره وخت یو اړخیز اقدامات ترسره کوي د بلګې په ډول، د امریکا حکومت لخوا د تعرفو لوړول، په ځانګړې توګه پر چین د سختو تعرفو لګول د آزادې سوداګرۍ او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو څخه په ښکاره سرغړونه وه، همدا ډول د ایران اټومي پروګرام په اړه د امریکا ګواښونه او د اقلیم تړون څخه امریکا وتل، په فلسطین کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونو ننګول، د قدرت توازن او قدرت لټون سیاست یې د نړیوال نظام د بنسټیز اصولو او د نړیوال قانون او اخلاقوته بې پامي او ښکاره سرغړونه ده، همدا ډول د جګړې او سولې پر ستراتیژیکو مسایلو کې د ملګرو ملتونو د پریکړو واک کمول او د ځواکمنو هیوادونو لخوا ترسره شوي پریکړې په ملګرو ملتون و تاییدول په دې معنی دي چې د نړیوال نظام اصول په ښکاره ډول تر پښو لاندې کیږي.
د ساینس او ټیکنالو ژۍ خصوصا ً د مصنوعي ذهنیتا او ځیرکتیا پرمخ چټکتیا او ورځ څخه بلې ته ارزښت ورکول د ځواک او قدرت وېش منعکس کوي حتی انسان کچې پورې پکې ژور بدلونونه پکې ر اروان دي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکوي د انسانیت لاس باید د ټیکنالوژۍ په کنټرول کې نه وي. حتی د دې امله نړیواله نابرابري مخ په پراخېدو ده، او د بشري پراختیا شاخص پرمختګ په ټپه ولاړ دی، دا ډول ننګو ریښتینې دي. د مصنوعي ذهانت ګټې تضمین نه دي. د څارنې پرته، دا کولی شي محرومیت ژور کړي، دندې بې ځایه کړي او غلط معلومات زیات کړي.
همدا ډول د فکري پالیسۍ، عامه بحث او نړیوالې همکارۍ سره، مصنوعي ذهانت کولی شي د دوامداره پرمختګ ملاتړ وکړي، راتلونکي ته چمتو دندې رامینځته کړي، او دیموکراتیک بنسټونه پیاوړي کړي خو دغه ډول ګټې به یې په دریمه نړۍ هیوادونو ژور اغیز ولري چې دوي ورته هیڅ لاس رسي نلري.
په پایله کې، نړیوال بنسټونه لکه ملګري ملتونه مخکښ سازمانونه باید اصلاح شي، او د څو اړخیزو او سیمه ييزو همکاریو نوي ماډلونه باید رامینځته شي ، ډیپلوماسي ودې ته لومړیتوب ورکړل شي ترڅو د دې ټوټه شوې نړۍ پیچلتیاوې حل کړي ، د ټیکنالوژۍ چټکه پراختیا کې د نابرابرۍ مخه ونیول شي او خصوصا ً دریمه نړۍ هیوادونو راپورته کولو ته لازمې هڅې ترسره شي او د نوي نړیوال نظم دوره، د یو متحرک او روان بدلون په سالم رقابت باندې واړول شي. د دې پیچلو لارو څخه په بریالیتوب سره تېریدل د تطابق وړ حکومتولۍ، ټول شموله څو اړخیزتوب، او نوښتګرې ډیپلوماتیکې ښکیلتیا لپاره ژمنې ته اړتیا لري ترڅو د نړیوال ثبات او هوساینې ډاډ ترلاسه شي.