د افغان کډوالو راستنېدل

د پاکستان پوځ تر اغېز لاندې د دې هېواد لنډ مهالی حکومت د افغان کډوالو په ګډون ټولو ناراجسټر شوو کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هېواد څخه د وتلو ضرب‌ لاجل ټاکلی و. چې د ضرب‌الاجل له پوره کېدو سره په پښتونخوا او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو زیاتوالي وموند او په دې ترڅ کې ورسره کېدونکی چلند هېڅ د پرتلې وړ نه دی.
 
د نيول کېدونکو او شړل کېدونکو کډوالو په ډله کې هغه افغانان هم شامل دي، چې پښتونخوا او پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد لري.
 
د افغانستان پر وړاندې د پاکستان چلند په اړه فضاوتونه ډېر دي، خو يو يې دا دی، چې دا هېواد تل د خپلو داخلي ننګونو پړه افغانستان او دغلته پر مېشتو افغانانو ورچوي. د دې پړې په بدل کې په پښتونخوا او پاکستان کې مېشت افغانان نيول کېږي او ان په هر ډول ناوړ چلند سره ترې کاذبه غچ اخيستنه کېږي.
 
د ناراجسټر شوو کډوالو، چې اکثره يې افغانان دي د پاکستان پرېکړه هم د ورته يوه کاذب مجبوریت او دهغو دوو ناورینونو پر بنسټ ده، چې دغه هېواد په اقتصادي او ټولنيزو برخو کې ورسره مخ دی.
 
په داسې حال کې پاکستان په ټاکلې نېټه په زور د هغو افغان کډوالو چې ادعا يې کوي په ناقانونه توګه په دې هېواد کې مېشت دي، د ایستلو لړۍ پیل کړې او له دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر په هر رسنیز کنفرانس او مجلسونو کې، دغلته د مېشتو افغانان د اوسېدو او ایستنې پر وړاندې تونده لهجه کارولې او داسې يې ښوده، چې ګواکې د پاکستان په اوسنیو امنيتي پېښو کې افغان کډوال لاس لري.
 
دا ډول ادعاوې او ناسمه لهجه د ښه ګاونډيتوب او سياسي نورمونو په اډانه کې نه ځايېږي، خو پر دې سربېره هم له بده مرغه د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت چورت هم نه دی خراب.
 
د پاکستان له لوري په زور د ۱.۷ ميليون افغانانو د ايستلو پرېکړه له دې کبله هم مناسبه نه وه، چې تر دې مهاله په افغانستان کې څه پاسه دوه کاله وړاندې د راغلي سياسي بدلونو په نتيجه کې پېښ ناورينونه په بشپړ ډول نه دا چې مهار نه وو، بلکې د وچکالۍ او زلزلو له امله اوښتي زيانونه هم پرې سېوا شول.
 
د اوسني سرپرست حکومت ناسمو پالېسيو له اعامو افغانانو سره د نړيوالو پر مرستو هم تاثير کړی او په دې توګه افغانستان د کډوالو د راستونولو لپاره هېڅ چمتووالی نه درلود، خو پاکستان پرته له دې چې د افغانستان دغه مجبوریتونه درک کړي، په زور د افغانانو ايستلو ته دوام ورکړ او ظاهرا يې پلمه وکړه، چې دا کار د خپلي ملي امنیت خونديتوب په موخه کوي.
 
خو دا کار پاکستان ښايي د خپل کورني سياست، له طالبانو سره د خرابو اړيکو او يا هم په دې اساس کړې وي، څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د تحريک طالبانو پاکستان ډلې مهم اشخاص او پټنځايونه تثبيت او د له منځه وړلو لپاره يې پرېکنده عمل وکړي.
 
د پاکستان پر حکومت سربېره د دې هېواد يو شمېر سیاستوال هم د خواله رسنيو په خپلو ادرسونو کې ادعا کوي، چې ګواکې دغلته د تاوتريخوالي لامل مېشت افغان کډوال دي، خو تر اوسه يې د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره هېڅ شوهدا وړاندې نه کړل.
 
پاکستان او سیاسيون يې نه يوازې دا، چې شواهد نه لري، بلکې له افغان کډوالو سره چلند يې هم هېڅ انساني نورم نه اېجابوي.
 
پر چلند سربېره د را اوښتو پرمهال د کرښې په صفري نقطه کې د پاکستان له لوري ورته هېڅ ډول اسانتياوې نه دي برابرې شوي او په بېلابېلو پلمو يې منتظروي.
 
یو حیرانوونکی کار دا شوی، چې په زور را ايستل کېدونکو کډوالو يو شمېر يې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېنشرۍ يا يونيسار اسناد لري او د يادو اسنادو په لرلو سره په پاکستان کې د مېشتېدنې قانوني حق لري، خو په دې کار سره پاکستان دغلته مېشتو اسناد لرونکو افغانانو ته پيغام ورکوي، چې په راتلونکي کې دې دوی هم خپل وطن ته د ستنېدو چمتووالی ونيسي.
 
د کډوالو بېرته ستنول او په ټولنه کې د دوی ادغام يوه پېچلې او څو اړخیزه پروسه ده، چې د دولتونو فعالې ښکيلتيا ته اړتيا لري. خو په دې برخه کې د مناسبو پالېسيو له مخې د اړينو خدمتونو وړاندې کول او دغه راز د ټولنیز يووالي رامنځته کول کېدای شي مؤثر پرېوځي.
 
سرپرست حکومت باید روښانه پالیسي او قانوني چوکاټونه رامنځته کړي، چې پراساس يې د کډوالو راستنیدو او بیا یوځای کېدو ملاتړ وشي. پدې کې باید هغه احکام شامل وي، چې د راستنیدونکو حقونه خوندي کوي، غیر تبعیض تضمینوي او تابعیت یا استوګنې ته لاسرسی برابروي. د پالیسۍ یو پیاوړی چوکاټ د ښه همغږي او ټول شموله چلند بنسټ جوړوي.
 
سرپرست حکومت  باید د راستنیدونکو هر اړخيز امنیت او فزیکي خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي. د یو خوندي چاپیریال په رامینځته کولو سره، حکومت د راستنیدونکو په منځ کې باور پيدا کوي او خپل دې باور ته وده ورکوي.
 
لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی لکه روغتیایی خدمتونه، ښوونه او روزنه، خواړه، نظافت او سرپنا د راستنیدونکو لپاره خورا اړین دي. سرپرست حکومت باید د بېرته راستنیدو په برخو کې د زیربناوو په پراختیا کې پانګونه وکړي، د اړینو خدمتونو بیا رغونه وکړي او ورته د بېرته راستنېدونکو لاسرسی ډاډمن کړي. دا د راستنیدونکو سمدستي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي او د دوی په اوږدمهاله ثبات کې ملاتړ کوي.
 
راستنیدونکو ته د کره او تازه مالوماتو چمتوو کول اړین دي. سرپرست حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي، چې راستنیدونکي د بیرته راستنیدو پرمهال د شته ملاتړ، خدمتونو، امتیازاتو او حقونو په اړه ښه خبر دي. دا بیرته راستنیدونکو ته ځواک ورکوي چې باخبره پریکړې وکړي او هغو مرستو ته لاسرسی ومومي چې دوی په بریالیتوب سره بیا یو ځای کیدو ته اړتیا لري.
 
له نړیوالو سازمانونو، بسپنه ورکوونکو هېوادونو او پراختیایي شریکانو سره ښکیلتیا د مالي او تخنیکي مرستو د خوندي کولو لپاره خورا مهمه ده. نړیواله همکاري کولی شي د بیرته راستنیدو د ادغام په برخه کې د سرپرست حکومت هڅو ته اضافي سرچینې، تخصص او ملاتړ چمتوو کړي. په نړیواله کچه همکاري د بیا یو ځای کېدو نوښتونو پایښت پیاوړی کوي.