
د افغان ورزشي خبریالانو د فدراسیون بیا ځلي فعالېدلو په موخه د هیواد له بېلابیلو سیمو څخه ګڼ شمېر ورزشي خبریالان یو ځای سوي ترڅو یاد فدراسیون بیا ځلي فعاله کړي.
د افغانستان ورزشي خبریالان زیاتوي چې؛ د مخکني مشرانو موده کابو ۷ میاشتي مخکي پای ته رسېدلې او د نوي رهبرۍ لپاره باید تازه ټاکني وسي.
ورزشي خبریالان وایي: مخکنې رهبري نور زموږ ستونزو ته رسېدنه نه سي کولای (ځکه اکثرېت له هیواده بهر او کاري موده یې پای ته رسېدلې) دوی له هیواده بهر له دې ادرسه خپل شخصي استفاده کوي.
د مخکنۍ رهبرۍ کاري موده د ۲۰۲۴ کال په ۱۱ مه میاشت کې پای ته رسېدلې.