امیدوارۍ پر مهال د درملو کارونه او ډلبندي یې 

د امیندوارۍ پر مهال د درملو کارونه ډېره زیاته پاملرنه غواړي. د درملو کارونه باید له منطقي طبي دلایلو له مخې وي. د درملو تراتوجني (نقص جوړوونکې، زیانمن تمامیدونکې) اغېزې لومړی ځل هغه وخت احساس شوې چې اروپا کې د شلمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې Thalidomide درمل وکارول شول. تر دې وړاندې دا انګېرنه وه چې placenta blood barrier جنین ته د درملو د رسېدو مخه نیسي، خو له دې پېښې وروسته دا باور له منځه ولاړ. 
 
د امیندوارۍ له ۱۷م تر ۷۰مې ورځې پورې درمل تر ټولو خطرناکې اغېزې لري، یعنې هغه وخت چې د جنین اعضا یا غړي جوړېږي، او دا کار کولای شي د جنین بدن د غړو نیمګړتیاوې رامنځته کړي.
 
په عمومي توګه، د امیندوارۍ پر مهال، پرته له ځينو ویټامینونو او غذایي مکملونو یا خوړو بشپړوونکو، نور درمل باید له پوره احتیاط سره تجویز شي، ځکه چې د حمل د ضایع کېدو یا د جنین د ظاهري یا داخلي نیمګړتیاوو خطر شته. خو باید دا هم له پامه ونه غورځول شي، چې امیدوارۍ کې دې هیڅ درمل نه استعمالېږي، ځکه چې ځینې وختونه د ناروغۍ له مخې ډاکتر مجبور وي چې امیدوارې مېرمنې ته یو شمېر درمل تجویز کړي.
 
بدبختانه، ځینې مېرمنې له خپلو خپلوانو سره له مشورې وروسته، خپل درمل په خپل سر پرېږدي یا یې پیلوي، حال دا چې نن دا ثابته شوې چې د ځینو درملو خوړل د ډاکټر سپارښتنې له مخې د حمل د ضایع کېدو مخه نیسي او حتی د زیانونو کمولو کې مرسته کوي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان د امیندوارۍ نورماله موده له ۳۷ تر ۴۲ اوونیو پورې ټاکلې ده.
 
تراتوژن یا تراتوجن څه ته وايي؟ 
هر هغه عامل چې د جنین د تکامل پر مهال د بدن د مختلفو برخو په جوړښت یا فعالیت کې دایمي بدلون راولي، تراتوژن یا زیان‌ رسوونکی بلل کېږي. دا کلمه له یوناني ژبې څخه اخیستل شوې او معنی یې «هیولا» ده.
 
تر اوسه پېژندل شوي تراتوژن (زیان رسوونکي یا زیانمن تمامیدونکي) عوامل یا لاملونه دا دي: درمل، کیمیاوي مواد، ویروسونه، چاپېریالي عوامل، او فزیکي عوامل.
 
د یادونې ده چې دا هم باید روښانه شي، چې دودیز یا مروجه طبي بوټي چې کارول کیږي هغه هم زیانمن تمامیدلای شي او پر زېږون باندې بدې اغېزې لري. 
 
د امیدوارۍ پر مهال د منع شویو درملو کارونې زیانونو له ډلې له وخت مخکې زیږون (مخکې له وخته د ماشوم زیږېدل)، د حمل ضایع کېدل (د جنین سقط)، د رحم عضلاتو انقباضات، د جنین ستونزې یا نیمګړتیاوو یادونه کولای شو. 
 
ممکنه ده یو خاص درمل یوازې له یوې ستونزې سره تړاو ولري، خو بل درمل بیا کولی شي دوه یا زیاتې ستونزې په امیدوارو ښځو کې رامنځته کړي.  
 
نو له همدې امله، غوره ده چې د امیدوارۍ پر مهال له منع شویو درملو او د هغوی احتمالي عوارضو سره پوره بلدتیا ولرو.
 
هغه درمل چې په حاملګۍ کې معمولاً کارول کېږي:
- د استفراق ضد درمل
- انتي اسیدونه
- د درد ضد درمل
- انتي بیوتیکونه
- د وینې فشار را کمولو درمل
- آرام بخښونکي درمل
- خوب راوړونکي درمل.
- ادرار یا د میتازو زیاتونکي درمل.
همدارنګه، یو شمېر خلک د الکولو او سګرټو کارونه کوي.
د یوې مادې تراتوژن یا زیان رسوونکې ګڼلو لپاره باید څو شرطونه پوره شي:
۱. درمل باید د پلاسنتا له لارې جنین ته ورسېږي او مریض باید په بحراني وخت کې ورسره مخ شوی وي. 
۲. ماده باید کافي اندازه د پلانستا له لارې تېره شي تر څو د جنین په وده اغېزه وکړي.
 
د جنین وده درې مرحلې لري:
۱. د ځالې جوړولو مخکې: له القاح دوه اونۍ وروسته
۲. د غړو جوړېدو دوره: د امیندوارۍ له ۲مې تر ۸مې اونۍ
۳. د جنین دوره: له ۹مې اونۍ بیا د حاملګۍ پای پورې
 
د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) د حاملګۍ پر مهال د درملو خطر په پنځو ډلو وېشلی دی: 
 
- A ګروپ: مطالعاتو ښودلې چې دا درمل د حاملګۍ په لومړیو درې میاشتو کې جنین ته زیان نه رسوي.
 
- B ګروپ: په حیواناتو کې خطر نه دی لیدل شوی، خو په انسانانو کې کافي معلومات نشته. ځینې انتي بیوتیکونه لکه پنیسیلین، اموکسیسیلین، سفیکسیم او سفالکسین په دغه ګروپ کې شامل دي.
 
- C ګروپ: په حیواناتو کې منفي اغېزې لیدل شوي، خو په انسانانو کې کافي معلومات نشته. دا درمل باید یوازې هغه وخت تجویز شي چې ګټه یې له احتمالي زیان څخه زیاته وي.
 
- D ګروپ: شواهد ښيي چې دا درمل په انسانانو کې جنین ته زیان رسوي، خو په ځانګړو شرایطو کې، که بدیل درمل شتون ونه لري، کارول کیدای شي.
 
- X ګروپ: دا درمل په حاملګۍ کې منع دي، ځکه چې مطالعاتو ښودلې چې جنین ته جدي زیان رسوي.
 
- NR (Not Rated): دا درمل تر اوسه طبقه بندي شوي نه دي.
د استرالیا د درملو ارزونې ادارې د B ګروپ درملو طبقه بندي:
- B1: په انسانانو کې هیڅ ثابت خطر نشته.
- B2: په حیواناتو کې معلومات کم دي او مشخص خطر نه دی لیدل شوی.
- B3: په حیواناتو کې غیر نورمال بدلونونه لیدل شوي، خو په انسانانو کې ثابت شوي نه دي.
یادونه: د حاملګۍ پر مهال د هر ډول درملو کارونه باید د متخصص ډاکتر له مشورې سره سم وي. په خپل سر درملو بندول یا پیلول کولی شي د جنین یا مور لپاره جدي خطرونه ولري. 
 
د هاضمې سیستم اختلالات: د معدې تېزاب زیاتوالی، معدې رفلاکس (شاته راتګ) مری ته، د معدې او کولمو زخمونه.
په پای کې د یادونې وړ بولم چې د درملو یادې ډلبندۍ بېلګو بشپړه یادونه مې ځکه ونه کړه چې ددې لیکنې لمن پراخوي، بل دا چې ټولو درملو سره د هغوی جنریک نوم، کیمیاوي نوم، استطباب، مضاد استطباب، جانبي عوارضو، دوز او دوزاج معلوماتو سربېره د امیدوارۍ اړوند ډبلندیو او شیدو ورکولو پر مهال د زیانونو ټول معلومات یو ځانګړي بروشور کې لیکلي وي، چې مطالعې سره یې ټول اړخونه روښانه کیږي.