له افغانستان څخه د امریکايي او بهرنيو ځواکونو وتلو سیمهییزو قدرتونو لپاره نوې لارې پرانیستې، چې په سیمه کې پر اقتصادي ښکېلتيا او سوداګريزې پراختيا سربېره د بیا رغونې پر پروژو له پانګونې سره خپلې اساسي ګټې خوندي کړي. له دې روش د ګټنې په برخه کې چين له ټولو مخکې دی او تر بريده يې له دې روش د ګټنې په نتيجه کې د نړۍ فکر هم ځان ته اوړلی.
د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز تقریبا بشپړېدو ته نږدې شوی، خو نورو هېوادونو ته يې پراختيا نوي بحثونه پنځولي دي.
د اوس لپاره د دې اقتصادي دهلیز په مهمې پروژې کې د افغانستان ښکېلتیا، امکانات، ظرفیت او اغیز د دې لپاره څېړل کېږي څو هغه ګټې په ګوته شي، چې د سیمي پرمختګ، بیارغونې او سیمهيیز پيوستون لپاره د هیلو څرک کېدای شي.
د چین اقتصادي دهلیز له پیل راهیسې په پاکستان کې د بیارغونې، بندرونو پراختیا، لویو لارو پراختيا، د انرژۍ توليد او صنعتي پارکونو جوړول چټک شوي، چې دغه پرمختګ د سیمهيیز اتصال د بنست په توګه هم تلقي کېدای شي او په سیمه کې د پراخو سړکونو غځول د پيوستون د نقطې په توګه د افغانستان موقعيت او ټرانسپورټي ارزښت درندوي او کولی شي، چې سیمهييزه سوداګري پراخه او په کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د چین پانګونه هم د افغانستان مخکيني حکومت هم د اوسني سرپرست هغه له هرکلي سره مخ ده او په سيمه کې د امريکا د فزيکي حضور له پای ته رسېدو وروسته د چين ښکېلتيا ته په مثبت نظر کتل کېږي او دا چين ته دا چانس ورکوي، چې د پانګونې له لارې د ځان په مطرح کولو سره خپل اهداف تعقيب او د تحقق لپاره يې هڅې لا پياوړې کړي.
د چین پانګونه کولی شي د افغانستان زیربناوو په رغولو، د اقتصاد په ژوندې کولو او د کاري فرصتونو په اېجاد کې رغنده رول ولري. د افغانستان سرپرست حکومت هم دې کار ته هيلهمند دی او د دواړو خواوو ترمنځ واقعي همکار دغه امکان لا پياوړی کوي.
افغانستان چې د لسیزو جګړو ځپلی هېواد دی، د چین او پاکستان په اقتصادي دهیلز کې له شاملېدو څخه ډېره ګټه پورته کولی شي او د افغانستان اقتصادي پرمختک لپاره نسبتا مهم فرصت دی؛ ځکه په دې توګه افغانستان کولی شي له سيمې سره سوداګري پراخه، بهرنۍ پانګه را جلب او دغه راز د ګاونډيو په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري په سوداګرۍ کې د ستونزو د اېجاد مخنيوی وکړي.
په دې پروژې کې د اقتصادي همکاريو د زياتولو، د سیمهيیز ارتباطات، ټرانسپورټي زیربنا، انرژۍ توليد، سوداګریزو فعالیتونو، صنعتي کېدو، مالي خدمتونو، زراغتی همکاريو، ټولنیز اقتصادي پرمختګ، فقر له منځه وړلو، په سیمې کې د امنیت او ثبات ټیګښت، د معیشت فرصتونو زیاتوالي، د سیاحت پراختیا تر څنګ د زده کړو او تعلیمي وړتیاوو رامنځته کولو او ورته نور فرصتونه موجود دي.
د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز پروژه د یوې لار يو کمربند نوښت یوه برخه ده، چې موخه یې چین له اسیا، اروپا او افریقا سره د هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاريو او سوداګرۍ پیاوړتیا پر بنسټ سره نښلوي. له پاکستان سره د چين نږدې ستراتیژیکو اړیکو او همکاريو پیاوړتیا لپاره د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز نوم ورکړل شوی. پاکستان د دې پروژې په تطبيق کې اغېزناک رول نه لري؛ خو ګټه يې ځکه ډېره ورسېږي چې سړکونه، ریل پټلۍ، د اوبو او بریښنا بندونه او نورې بنسټیزې پروژې د همدې دهلېز تر چتر لاندې په کې تطبيق کېږي.
دا پروژې نه دا چې له پاکستان د امنيت او ثبات په ټينګښت کې مرسته کوي، ترڅنګ يې د يادو پروژو پر مټ له سیمې او نړۍ سره هم وصلېږي.
د چين او پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان شاملېدل د تېر حکومت له لوري له دې امله رد شوي، چې لومړي دې پاکستان د افغانستان او هندوستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د خنډونو له رامنځته کولو لاس واخلي، د سيمې ثبات او امنیت ټینګښت ته دې په واقعي مانا لېوالتیا ثابته کړي، د فغانستان پر وړاندې دې له دوه مخې سیاست لاس واخلي او د ډیورینډ کرښې په صفرې نقطو کې دې د کړکېچونو رامنځته کولو او وخت ناوخت د پولو تړلو پر ځای د اسانتیاوو رامنځته کولو ته کار وکړي.
د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز کې افغانستان تر ډېره د دهلېز له شريکو هېوادونو سره د اورګاډي له لارې پر وصل تمرکز کوي، خو په دې اړه ترسره شوو نسبي څېړنو ښودلې، چې له چمن تر سپین بولدک، له پېښور څخه تر تورخم او جلال اباد، له میرامشاه تر غلام خان او د کرمې ایجنسۍ له پاړاچنار څخه تر ډنډې پټان پورې ورته نورې لنډې لارې هم شتون لري.
د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د افغانستان لپاره ګټور او اغیزناک ګڼل کېږي، چې ورسره افغانستان کولی شي متقابلې اړیکې رامنځته کړي او په واسطه يې پاکستان باید وهڅول شي، چې د افغانستان په چارو کې له ناوړه مداخلې لاس واخلي، د افغانستان امنیتي او سیاسي بې ثباتۍ دوام ته هڅې ونه کړي او پر اقتصادي او سوداګريزه وده له تمرکز کولو سره په سیمه کې پر ارتباطاتو او همکاريو له ټینګار سره د همغږۍ رامنځته کولو لپاره هڅې ډېرې شي او په مستقیمه توګه له چین سره د افغانستان ګټو لپاره د اوږمهاله اړیکو باب جوړ او تقویه شي.
د طالبانو مشرانو د افغانستان په پرمختګ کې د چین له مداخلې خپل ملاتړ څرګند کړی او چین یې د افغانستان دوست بللی دی. دا تایید له جګړې وروسته د بیارغونې په هڅو کې د طالبانو او چین ترمنځ د همکارۍ احتمال په ګوته کوي. همدا ډول د اوسني سرپرست حکومت مشرانو چین ته د دوه اړخیزو اړیکو د دوام لپاره سفرونه کړي او هم یې د ګډې پراختیا لپاره د افغانستان-چین-پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې ګډون کړی، چې دا د چین پانګونې راجلبولو لپاره ښه مبارزه او ستراتیژیکو انديښنو ته د حل موندلو لپاره ښه پیل دی.
افغانستان له چین سره د بدخشان په واخان کې پوله لري، چې د چین سینکیانګ ولایت يې تر څېرمه پروت دی. دغه لار د عصری سړکونو جوړول او اسانتیاوي رامنځته کول د چین يوه لار يو کمربند نوښت له پروژې سره حیاتی مرسته کولی شي او هم د تاریخې ورېښمو لار بېرته را ژوندۍ کولی شي. کابل باید دې لارې جوړیدو ته پوره هڅې وکړي، چې افغانستان مستقیم له چین سره سوداګریزې پراختیا لپاره وصل شي او هم به د افغانستان ګاونډي منځنۍ اسیا هېوادونو لیوالتیا راجلب کړي، څو له همدې لارې له چين سره سوداګري پيل کړي، چې نېکهمرغه اوس مهال پرې کارونه روان دي.
د واخان لارې جوړول او بیرته پرانیستل د امید وړ لاره ده، چې افغانستان له چين سره وصل ته د یوه واکمن هېواد په توګه وړاندې کوي او دا د یوه شریک په توګه د چین-پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د سیمهيیز اتصال لپاره د افغانستان لېوالتیا په ګوته کوي او افغانستان به هم له شته فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي او راتلونکي لپاره به مهم ګام پورته کړي.
په دې توګه به ډېرو هېوادونو ته افغانستان لاسرسی پيدا کړي او لا نورو اقداماتو د کولو جوګه به شي. اوسنۍ اقتصادي وده د نړیوالو له همکارۍ او همغږي پرته ناشونې ده او بشري منابعو تر څنګ باید تخنیکي وړتیاوي ولرو تر څو افغانستان وکولای شي، له فرصتونو څخه پر وخت او ښه ګټه واخلي او هم له سیمهيیزو شریکانو سره د ډېرو پروژو پلي کولو لپاره د ظرفیت له مخې تړونونه وکړي.
د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز په سیمه کې ځیني احتمالي زیانونه او اندېښنې هم لري، چې لومړۍ یې په سیمه کې هندوستان دی؛ ځکه چې دا پروژه د پاکستان له ګلګت بلتستان څخه ترېږي، چې هند یې د خپلې خاورې یوه برخه بولي او د همدې دهلیز په اړه یې اندیښنه څو ځلي وړاندې ښودلې هم ده.
اقتصادي سیالي، د ډیپلوماتیکو مناسباتو کمرنګي او چاپیریال کړکتیا نور منفي عوامل په ګوته شوي او په پاکستان کې د چینایي پانګونې او نفوذ زیاتوالی هم د ډېرو اندیښنو لامل کېدای شي. په سیمه کې د چین او هند ترمنځ اقتصادي پراخه سیالي، د امریکایی شرکتونو پر ځای چینایي شرکتونو ته مخه کول او همدارنګه په نړیواله کچه د امریکا او چین ترمنځ سياسي سيالۍ د دې لامل کېدای شي، چې د دې لویې پروژې په بشپړېدو اغېز وکړي.
د چین پانګونې ته هیلهمندې پر اقتصادي ودې کې کوم رول نشي لرلی او نه پانګونه زیاتولي شي، څو چې عملي ګامونه وانه خېستل شي له چین سره د امو نفتي حوزې د نفتو استخراج تړون، د لوګر مس عینک کان د استخراج تړون او ورته نور لوی او کوچني تړونونه له چین سره کول ښه لاسته راړونه ده، چې اوس د کار عملي چاري پیل شي او ډېرو چارو کې چین پخپله لېوال دی څو له اوسني حکومت سره مخته لاړ شي.
چین باید له افغانستان سره د دوه مخو پالېسيو پای ته رسولو لپاره په پاکستان غږ وکړي، چې له مشروع ګټو پرته له نورو لاس وهنو لاس واخلي او دوه اړخیز ګټو ته دې د نړيولو نورمونو په د مکلفيت په چوکاټ کې درناوی وکړي او تکراري ژمنو پر ځای دې عملي ګام ته وهڅول شي.
همدارنګه کابل دې د متقابلو ګټو او سوکالۍ ټنګښت لپاره له هند سره ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو ته هڅې پیل کړي، چې په افغانستان کې فعال رول لرلو سره د افغانستان اقتصادي او سوداګرې ودې کې مرسته وکړي، تعلیمي بنسټونو تقویه او تحصیلي بورسونو برابرولو کې دې ورڅخه همکاري وغواړي. سیمهيیز اتصال لپاره دې په سیمه کې د همکارۍ، همغږۍ او د ګډ کار کولو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
وروستي