د طالبانو مرکچي پلاوي مشر شير محمد عباس ستانکزی وپېژنئ

د طالبانو مرکچي پلاوي مشر شير محمد عباس ستانکزی وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر پخوانی مشر او په اوس وخت کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شير محمد عباس ستانکزی د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې زېږدلی دی.

د ستانکزي د زده کړو په اړه ويل کيږي چې په هندوستان هېواد کې يې لوړې پوځي زده کړې او همدا ډول په سياسي علومو کې ماسټري لري. عباس ستانکزي د روسانو د شتون په وخت کې د مولوي محمد نبي په مشرۍ د اسلامي انقلاب ګوند مخکښ غړی وو. د طالبانو په واکمنۍ کې نوموړی د عامې روغتيا وزارت او بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه دندې تر سره کړې دي.

د طالبانو له سقوط وروسته نوموړی د طالبانو په ليکو کې فعال کس وو. د يو وخت لپاره د مولوي طيب آغا مرستيال وو. شير محمد عباس ستانکزي په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د جوړېدو په برخه کې مهم رول تر سره کړی. نوموړی په پښتو، دري او انګليسو ژبو پوره تسلط لري او همدا ډول له ژورې سياسي مطالعې برخمن دی.

له کله چې امريکايانو او يو شمېر افغان سیاسيونو له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړې دي، نو د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري د عباس ستانکزي په غاړه وي.

نوموړي له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل، په موجوده اساسي قانون کې تغير، د شرعي او اسلامي نظام جوړول، له افغان خاورې نورو ته د ګواښونو نه پېښدل، د بنديانو تبدله، د بندېزونو له نوملړ د طالب مشرانو لېرې کول، په پوځي او دولتي ادارو کې سمون او ورته نورې چارې د سولې منځ ته راتګ او د يو ګډ نظام جوړېدو لپاره اړين مسايل بللي.

شير محمد عباس ستانکزي په مسکو کې د وروستۍ ناستې په مهال ويلي، چې طالبان د واک د انحصار اراد نه لري، بلکې له سولې وروسته غواړي چې په ګډه له ټولو افغانانو سره نظام جوړ او رامنځ ته کړي.