د غاښ سخت درد لپاره شپږ بيړنۍ کورنۍ درملنې

د غاښ سخت درد لپاره شپږ بيړنۍ کورنۍ درملنې 
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د غاښ درد يوه عامه ناروغي ده. لاملونه يې ډېر دي. د هغه کسانو غاښونه زيات درد کوي چې سوري ولري، مات شوي وي او يا تور شوي وي. خو له دغه کسانو پرته د ډېر ګرم او يخ خوراک/څښاک وروسته د ځينو خلکو غاښونه درد کوي. په اوسني دور کې د غاښ درد لپاره په لسګونه ډول درمل او ګولۍ شتون لري چې ډاکټران يې توصيه کوي، خو په کم - لنډ وخت کې د غاښ درد لپاره د غه شپږ کورنۍ بيړنۍ درملنې تر اوسه ګټورې تمامې شوې دي.

۱- اوبه او مالګه: د چای يوه يا دوه کاشوغې مالکه په نيم ګيلاس اوبو کې واچوئ. د دوه/ درو دقېقو لپاره يې په خوله کې ونېسئ او په ځانګړي ډول هغه غاښ په کې غوپه کړئ چې درد کوي. دا چاره درې ځلې تر سره کړئ. په پايله کې يې د غاښ درد له منځه ځي.

۲- د يخ ټوټه: که شونې وي يوه ټوټه يخ په يو ټوټه ټوکر کې پټ کړئ او بيا يې له بهر خوا په هغه غاښ پورې ونېسي چې له درد يې ځورېږی.

۳- لونګ: لونګ طعبيي بوټی دی. د غاښ د درد په وخت کې يې په خوله ونېسئ. د درد کوونکي غاښ په سر په فشار سره د لونګ نېول د غاښ درد کموي او همدا ډول د غاښ التهاب له منځ وړي.

۴- هوږه: د غاښ درد د مضرو بکترياوو له امله وي. هوږه د خپل تېز خوند او بوی په واسطه کولی شي چې دغه مضرې بکترياوې ووژني او د غاښ درد ارام کړي.

۵- د چای استعمال شوې کڅوړه: په اوس وخت کې د چای يوځل ګټه اخېستونکې کڅوړې به مو لېدلې وي، چې په جوش اوبه کې اېښودل کيږي. کله چې غاښ ډېر درد کوي نو د چاي کڅوړه به جوش اوبو کې کېږدئ او بيا راپورته کړئ. چې معتدله ګرمه وي بيا يې د غاښونو ترمنځ ونېسئ.

۶- هايدروجن پرواکسايډ مايع: په ډېرو کورنو کې دلومړنيو درملو په کڅوړه کې د هايدروجن پرواکسايډ مايع هم وي. د غاښ د درد په وخت کې په هايدروجن پرواکسايډ مايع سره خوله ومېنځئ نو درد يې اراميږي.