د امريکا سرسخت مخالف د ونزويلا کمونېسټ ولسمشر (نیکولاس مادورو) وپېژنئ

د امريکا سرسخت مخالف د ونزويلا کمونېسټ ولسمشر (نیکولاس مادورو) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
نیکولاس مادورو په ۱۹۶۲ز کال کې په ونزويلا کې په يوې کارګرې کورنۍ کې زيږدلی دی. نوموړی له اصله په دين يهود وو خو په وروستيو کې يې نيونکو د کاتوليک عيسيوي دين قبول کړ. نیکولاس مادورو دوه وادونه کړي او يو ماشوم لري.

زده کړې:
نوموړي په ونزويلا کې ښوونځی پيل کړ خو ويل کيږي چې له ښوونځي نه دی فارغ شوی او همدا ډول هېڅ ډول لوړې زده کړې نه لري.

دندې:
- نیکولاس مادورو تر ډېره د بس موټر چلونکی (ډرايور) وو. هغه وخت چې نوموړی د ښوونځي زده کوونکی وو، نو فکر يې کمونېستي شو او د زده کوونکو په اتحاديه کې له غړېتوب وروسته يې يو څه سياسي فعاليتونه پيل کړل. هغه وخت چې نیکولاس مادورو بس چلونکی وو نو د بس چلونکو اتحاديې مسووليت واخېست او په دې ډول سره يې د کارګرې طبقې د يوې برخې لپاره مبارزه پيل کړه.

- په ۲۴ کلنۍ کې د سويلي امريکا کمونېسټ هېواد کيوبا ته لاړ او هلته يې د يو کابل لپاره سياسي زده کړې تر لاسه کړې. په ۱۹۹۸ز کال کې يې د (پنځم جمهوریت) په نوم سياسي ډله جوړ کړه او په واک کې ولسمشر هوګو چاوز يې حمايه کولو.

- نوموړی د ونزويلا د پارلمان په ټاکنو کې نوماند شو او له ۲۰۰۰ز کال څخه تر ۲۰۰۶ پوري د ولسي جرګې غړی او يو کال د جرګې مشر وو.

- په ۲۰۰۶ز کال کې نوموړی د ونزويلا د بهرنيو چارو وزير په توګه دنده پيل کړه.

- نیکولاس مادورو د ونزويلا پخواني ولسمشر هوګو چاوز ته نېږدې کس او په ۲۰۱۱ز کال کې يې خپل لومړی مرستيال کړ.

- په ۲۰۱۲ کال کې هوګو چاوز اعلان وکړ چې په سرطان ناورغۍ اخته او خطرناکه ده، نوموړی د خپلې ناروغۍ د درملنې په پار کيوبا ته لاړ او چارې يې نیکولاس مادورو ته پرېښودې.

- په ۲۰۱۳ز کال کې ونزويلا کې ولسمشرېزې ټاکنې تر سره شوې او پايله کې يې نیکولاس مادورو د ولسمشر به توګه وټاکل شو. د نیکولاس مادورو او د هغې د سيال نوماند د رايو ترمنځ یوازې ۱،۵ سلنه توپير او همدا توپير لامل شو چې د ونزويلا سياسي ثبات يې د کړکېچ په لور کش کړ.

نیکولاس مادورو په ونزويلا ډېر شمېر اصلاحي پروګرامونه پيل کړي او تر يو بريده په کې بريالی هم شو. نوموړی د امريکا په شمول د لوېدېځې نړۍ د سياستونو مخلاف دی او همدا لامل دی چې په کور دننه ورته سياسي ناخوالې رامنځ ته شوې دي. نیکولاس مادورو د هوګو چاوز په لار روان سړی دی. هوګو چاوز په ونزويلا او فيدل کاسټرو به کيوبا کې يوازيني کمونېسټ مشران وو چې له لوېدېځې نړۍ سره يې اړيکې ترېنګلې وې.

اوس مهال نیکولاس مادورو له امريکا، کاناډا، برتانيا او د سويلې امريکا يو شمېر هېوادونو سره خرابې سياسي اړيکې لري او له امريکا سره يې د خپلو ډپلماټيکو اړيکو د غوڅېدو ويلي دي.

بيا له بلې خوا د امريکا په شمول يو شمېر نور هېوادونه په ونزويلا کې د نیکولاس مادورو حکومت په رسميت نه پيژني او د پارلمان مشر خوان يې د ونزويلا د نوي ولسمشر په توګه په رسميت پېژندلی دی.