
که چیرې مونږ ډیمو کراسي داسې تعریف کؤو چې پۀ یؤه مسلمان هېواد کې ډیمو کراسي راشي، نو فلهذا هغه اسلامي حجاب چې زمونږ پر تن دی، لۀ مېنځه بۀ ولاړ شي. او یا وایو چې ډیموکراسي د یؤه اسلامي هېواد لپاره بدې پایلی لري.
ځینې وخت بۀ مو زیات خلک لېدالی وي چې پۀ یوه ټولنه کې داسې کړنې او فعالیتونه سرته رسوې چې د اسلامې ارشاداتو او انساني اصولو سره بېخې برابر نه وي.
نو د همدغې ټولنې هغه نور خلک دغه غلطې او ناروه کړنې پر ډیموکراسی ورتپي.
د دوي پر فکر که چیرته مو پۀ هېواد کې ډیموکراسي نه وای موجوده نو نن بۀ خلکو داسې ناروا او غلطي کړنې نۀ تر سره کولای.
ډیمو کراسي یؤ انسان غلطي لارې تۀ نۀ بلکې سمې او سنجېده لارې ته یې برابروې. زمونږ پۀ هېواد کې د ډیموکراسی لۀ نوم خلکو توره تېښته ده. اصلاً زمونږ اکثره خلک خو څه چې زیات وګړي د ډیموکراسی پر مانا نۀ پوهېږي. که پرې پوهېږي هم خو بیا هم د ډیموکراسی لۀ نوم بده او ناوړه استفاده کوي. ډیمو کراسي د یؤه هېواد لپاره پۀ مثال پۀ انسان کې د وینې ده، کله چې پۀ یؤه انسان کې وینه نه وي نو هغه انسان مرې او خپل ژوند تۀ ادامه نشي ورکؤلای. نو همداسې ډیموکراسي د یؤه هېواد لپاره ضروري ده.
د یموکراسی پۀ نۀ شتون کې بۀ یؤ هېواد لۀ لاندې پرمختګونو څخه مخروم وې.
۱ـ د ډیموکراسی پۀ نۀ شتون کې بۀ د یؤه هېواد وګړي خپل سرنوشت پۀ خپله نشي ټاکلی (هغه هېوادونو کې چې ډیموکراسي پکې نه وې موجوده نو خپل ولسمشر بۀ پۀ خپله نشي ټاکلی....)
۲ـ د ډیمو کراسی پۀ نۀ شتون کې بۀ پۀ یؤه هېواد کې د بیان ازادی شتون ونه لري. کله چې پۀ یؤه هېواد کې د بیان ازادي نه وي موجوده، نو پۀ هغه هېواد او ټولنه کې بۀ مظلوم او غریب خپل غږ بۀ د زور واکو، عصیبینو، خاینینو اوظلیمانو پر وړاندې نشي او چت کولای.
۳ـ د ډیمو کراسی پۀ نۀ شتون کې بۀ د یؤه هېواد ځینې خلک پۀ عشق او عشرت او ځېنې بۀ بیا پۀ غلامۍ او مرایتوب کې د ژوند شپي او ورځی سبا کوي.
۴ـ د ډیموکراسی پۀ نۀ شتون کې بۀ یو انسان د بل انسان حقوق تر پښو لاندې کوی، هېڅ وخت بۀ غریب او مظلوم د خپلو حقه حقوقو څخه مستفید نشي.
۵ـ د ډیمو کراسی پۀ نۀ شتون کې بۀ د یؤه هېواد زیات وګړي لۀ تعلیم، پرمختګ او نوښتونو څخه مخروم پاتې شي. ډیموکراسی مونږ تۀ د ژوند اصول او د ژوند پۀ سمه لاره باندې تګ را زده کوي.