
ماشوم پر فطرتي ډؤل خدای پیژندونکی وې، وروسته د والدینو یا د محیط څخه متاثره کېږي نورو ادیانو ته اوړې، کله چې پۀ یوه کورنۍ کې ماشوم پیدا کېږي او بیا رالویږي نو د کورنۍ غړي ډېر ورته خوښېږي خو د رالویدلو سره یې زیاته توجو د ماشوم روزنې او تربيي ته نه وې، دا ډؤل ستونزې د پښتون ټبر په کورنیو کې زیاتې وې، د ماشوم د ښې روزنې لپاره باید د کور غړي چې په راس کې یې مور او پلار کرار لري لاندې مرحلې طی او عملي کړي.
۱: د کور دننه کې باید لویان داسې الفاظ ماشومانو ته ونه کاروې چې د ماشومانو پر ذهین باندې ناوړه اغېزې ولري. مثلاً: بې تمیزه، لوده، خیرنه.....
۲: د ماشومانو په مخ کې د سیګراټو او نصور استعمالو څخه ډاډه وکړئ، ځګه ماشومان د تقلید پۀ حالت کې دي، پۀ اینده کې هم ددې ناوړه کار تمه ترې کیدای شي.
۳: ماشومانو ته با
ید د ویلو صلاحیت ورکړل شي، تر څو ماشوم زر وکولای شي چې د خبرو کولو هنر او مهارت زده کړې.
۴:
پر ماشومانو باندې نیوکه او تهدید ددې لامل کېږي چې د ماشوم پۀ راتلونکې باندې منفي تاثیرات وغورځوي. د ماشوم ذهین کمزوری کېږي او د رشد لۀ پړاوونو څخه لیرې پاتې کېږي.
۵:
اکثره کورنیو کې د ماشومانو سره دیکتاتوري چلند کېږي، دا ډؤل چلند ماشومان بې لارې کوې.
۶: د والدینو ترمنځ جنګ او شخړې ددې لامل کېږي چې ماشوم خپله روحیه له لاسه ورکړې او پۀ اینده کې ترې د داسې عمل تمه کیدای شي چې هېڅ د زغملو وړ نه وې.
۷: متزلزلیتوب (د مور او پلار د اړېکې شلېدنه، د والدینو تر منځ خفګان) دا ډؤل ستونزې نه دا چې د ماشومانو لپاره کواښونکي دي، بلکې د ماشومانو پۀ تصمیم نېونه کې او د ماشوم پۀ فکري جوړښت باندې ناوړه اغېزې لري.
۸: تا څنګه دومره جورت وکړ چې د مشرانو پۀ مخ خبرې وکړې او یا تا ته چا ویلي ول چې خبرې وکړه، دا ډؤل سلوک باید له ماشومانو سره هېڅکله تر سره نه کړو، پۀ مینه باید د دوی خبرو ته غوږ ونیسو، تر څو خپل اظهارات په خپله څرګند کړې.
نوټ: څومره چې ماشوم رشد کوي، نو باید د ماشوم سره همدومره پۀ نرمه خبرې وکړو او تل یې ښو کارونو ته وهڅو، د ماشومانو سره ښه رویه او پۀ کارونو کې د تشویق ترڅنګ یې پۀ کړنو باندې ډالۍ ورکړی، هېڅ وخت به د بې جورتۍ او ناکامۍ احساس ونه کړې بدې کړنې او اعمال باید داسې ورته پۀ ذهین کې بدې جوړ کړو چې په راتلونکې ترې خپل مسیر همېشه کوږ ساتي..