خلوت او که جلوت ښه دی؟

خلوت د تنهایي پۀ مانا او جلوت د ګډ ژوند پۀ مانا دی.
ځینې خلکو تۀ جلوت او ځېنو ته بیا خلوت کې ژوند کول مهم دي.
دا چې مونږ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلام امتیان یو نو پۀ دې امت کې جلا ژوند کولو تۀ ډېر ترجیع نه ده ورکړل شوي، بلکې پۀ دې آمت کې باید مسلمانان ګډ ژوند وکړي.
نو مسلمانانو تۀ هم پۀ کار ده چې ګډ او ټولنیز ژوند وکړي تر څو یو بل ته یې خیر او ښیکڼې ورسېږي.
ددې امت مسلمانانو باندې دا فرض دي چې امر بالمعروف او نهي المنکر وکړي.

یعنې خلک ښو ته راوبولې او پۀ خپلۀ ښۀ وکړي.
له بدو څخه یې راوګرځوې او پۀ خپله بد ونه کړي.
نو اړینه او ضروري خبره دا ده چې ګډ او ټولینز ژوند اختیار کړو تر څو هغه خلک چې پۀ کاملا مانا سره د اسلام له خوکمونو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لۀ طریقو څخه خبر نۀ دي، خبر شي او پر لارښونو یې عمل وکړي.

علمان وایي کله چې پۀ یوه ټولنه کې فساد اوج ته ورسېږي نو، پۀ داسې حلاتو کې خلوت (جلا) ژوند اختیار کول مناسب دي.

جلا ژوند اختیارول د همدې ټولنې د اصلاح او د فساد لۀ منځه تللو لۀ پاره دی، نه د خپل هوسا او ارامه ژوند د پاره، کله چې پۀ یوه ټولنه کې بې لارېتوب، د سمې لارې ورکول، اخلاقي فقر، د بدو عنعناتو او دودونو خوریدل، د غریبو او کمزرو خلکو په حق کې زیاتي کول او بې عدالتی راتلل، نو، پۀ داسې حلاتو کې جلا ژوند اختیارول او د همدې ټولنې د اصلاح او د بدو کړنو د مخنیوي پۀ خاطر لازم دي.

مونږ شکر الحمدالله مسلمانان یو مونږ تۀ هم پۀ کار ده چې داسې ژوند اختیار کړو چې زمونږ د ټولنې ښۀ والی او اسودګي پکې موجوده وي.

پۀ دې مانا چې که کلۀ مو پۀ ټولنه کې د اسلامي اصولو پابندي او د خدای ج پر حکمونو او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پۀ طریقو باندې عملي زندګي موجوده وي. نو پۀ داسې حلاتو کې د خلکو او عالمانو ترمنځ ګډ ژوند اړین او ضروري دی.

کۀ چېرې خلک نۀ مننونکي، پۀ فساد کې ښکېل وي. نو بیا د خلوت(جلا) ژوند اختیارول ضروری دی.