ټاکنو کمیسیون: اروزګان کې تر ۲۲ زره زیاتو کسانو نوم لیکنه کړي

روهي (پنځه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، په اروزګان ولایت کې دټاکنو دخپلواک کمیسیون مسؤلېن وايي چې راتلونکو ولسي جرګي او ولسوالیو شوراګانو لپاره تر دا مهاله څه باندې ۲۲ زرو کسانو نوم لیکنه کړي خو دښځو ګدون په کې کم رنګه دی.
په ورته وخت کې دارزګان ولایت اوسیدونکي هم دنوم ليکنې له روان بهیر څخه خوښ دي او له خلګو غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ياد کمیسیون د مسؤلېنو په وينا چې په دغه ولايت کې د نا امنيو سره سره د نوم ليکنې بهير ښه روان دی او تر ۲۲ زره زياتو کسانو په مرکز ترينکوټ کې نوم ليکنه کړي ده.

د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر احمد شاه قانوني وايي د نوم ليکنې بهير به څو ورځې نور هم روان وي چې په پايله کې به يې د نوم لېکنې شمېرې لوړې شي.

قانوني وايي په انتخاباتو کې د ښځو ګډون کم دی چې د۲۲ زره له جملي څخه يي يوازي لس سلنه جوړه وې.

په ورته وخت کې اروزګانيان راتلونکو ټاکنو ته هيله مند دي او پر شفافيت ټينګار کوي.
دوی له خلګو غوښتنه کوي چې د راي ورکولو په نوم لړ کې نومونه ثبت او وړ کس ته راي ورکړي.

په اروزګان کې د ټاکنو کميسيون مسولين همدا راز زیاته وي چې ددغه ولايت د ۶ ولسواليو له جملي څخه د خاص اروزګان ولسوالي د نا امنيو له امله د نوم ليکني له پروسي پاتې دي.

اروزګان کې تر دامهال ۲۸ احتمالي کانديدانو دولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره نوم ليکنه کړي چې له دې جملي يي ۵ تنه ښځي ۲۰ نارينه وه د ولسي جرګې او پاته هغي يي د ولسواليو شوراګانو لپاره دي.