ارزګان: دبهرنیوځواکونو په هوايي برید کې ۳ ښځي اوماشومان وژل شوي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند مهراباد دسیمي یوشمیرځايي اوسیدونکې وايي ددغه ولایت مرکزترینکوټ اړوند مهراباد سیمه دنړیوالوځواکونو په بمبارکې درې تنه ملکیان شهیدان شوي او۶ تنه نور ټپیان دي.
زیانمن کسان ټول ښځې او ماشومان دي.
د یادو زیانمنو یو شمیر خپلوان وايي چې د شنبي غرمه ۱۱بجې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند مهراباد سیمه کې نړیوالو ځواکونو پر دوو کورونو هوايي بریدونه وکړه چې په پایله کې يي یوه ښځه او۲ماشومان ووژل شوه اودري ښځي اودري ماشومان يي نورټپیان کړه.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې عاملین دي دقانون منګولو ته وسپاري او دملکي خلګو ژوند ته دي جدي پاملرنه وکړي.
له دي سره ددغه ولایت دولایتي روغتون مسوولین وايي چې دپيښي له ځايه څخه دوی ته تر دا مهاله دري ښځي او دوه ماشومان ور وړل شوي چې دیوه ماشوم روغتیايي حالت دانديښنې وړ دی.
بهرنیو ځواکونو تراوسه په دي تړاو څه ندي ویلي.
خو ددغه ولایت امنیتي چارواکي پدي اړه ناخبري ښیي او وايي چې پدي اړه پلټني کوي.
دا په داسي حال کي ده چي دجمعي په ورځ هم بهرنیو ځواکونو دسجاول په سیمه کي دشپنۍ چاپي پرمهال دیوي کورنۍ ۶ تنه ښځي او ماشومان وژلي.