دارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ له سهار راهیسې يې خنجر په نوم عملیاتو کې تر دې مهاله ګڼې سیمې له طالبانو نیول سوي او عملیات يې لا هم روان دي.
د اروزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وايي چې په عملیاتو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمیره يې نده معلومه.
دصدیقي په وینا چې په یادو عملیاتو کې تر دې مهاله بهرنیو ځواکونو کومه برخه نده اخیستې.
نوموړي زیاته کړې ده چې د وسله والو د تلفاتو په اړه ضدې او نقیضې خبرې کیږي خو لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
وروستي