سلمان خان: ژوند مې ډېرې لوړې - ژورې لري

روهي (نۍ/ کب پنځمه)، د هند د بالېوډ سېنما مشهور فېلمي لوبغاړی سلمان خان وايي، چې د ژوند په ۵۲ کلن عمر کې مې ډېرې لوړې - ژورې تېرې کړې دي، خو له خلکو مې پټې ساتلې دي.

سلمان خان په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې خلک زما په اړه داسې فکر کوي، چې زه غم، درد، زورېدل او اندېښنې نه لرم او ټول ژوند مې له خوښيو ډک دی. خو په حقيقت کې داسې نه ده.

سلمان خان وايي، "خلک فکر کوي، چې زه له ژوند شکايت نه لرم. زما مسلک داسې دی، چې هر وخت بايد ښې جامې واغوندم، ښه ښکاره شم، د مېنې او محبت کړنې تر سره کړم... خو زما په دنده او ژوند باندې د خلکو خبرې اورم. دوی يوازې دا فکر کوي چې د فېلم له ښايسته ښځينه لوبغاړو سره کار کوم او زه يو لوی کس يم..."

سلمان خان زياتوي، چې ژوند مې مثبت او منفي اړخونه لري، په ژوند کې ماتې لري، خو د خپل مسلک لپاره خاندم، خوښ او بريالی ښکارم.

نوموړی وايي، چې که خلک په خپل کورني او شخصي ژوند کې هرڅه کوي، خو ورپسې خبرې نه کيږي. خو زما په ژوند او کرکټر پسې په سلګونه خبرې اورم.

سلمان په خپلو خبرو کې ويلي، چې ژوند مې د عامو خلکو غوندې ستونزې او اندېښنې هم لري، خو د خپل مسلک لپاره اړ يم، چې له نړۍ سره يې شريکې نه کړم.

سلمان خان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی دی، ۵۲ کاله عمر لري، خو تر اوسه يې واده نه دی کړی.