(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۳۰مه) پاکستان د کرکټ د نړۍ پخوانی نامتو ستوری او د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د دریم ځل لپاره واده وکړ.
عمران خان د بوشرا مانیکا په نامه ښځې سره، تیره ورځ په لاهور کې د ساده مراسمو په ترڅ کې د نکاح عقد وکړ.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند هم د عمران خان د واده خبر منلی دی.
بل خوا بوشرا مانیکا هم د ټویټر له لارې د عمران خان سره خپل واده په اړه خبر ورکړی دی.
عمران خان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ کال کې واده کړی وو چې په ۲۰۰۴ کال کې خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ.
عمران خان د دویم ځل لپاره بیا د پاکستان د یوې نامتو ویاندې ریحام خان سره واده وکړ چې دې واده هم یواځې لس میاشتې دوام وکړ.
وروستي