
روهي (نۍ/۲۷ د سلواغې)، د اوبو بڼه يا The Shape Of Water امريکايي د مينې او جګړې فېلم دی، چې د روان کال د فيبرورۍ په دويمه نېټه به خپور شي.
د فېلم لوبغاړي: مایکل سټلبرګ او مایکل شینون د فېلم نارينه، اکټویه سپینسر د فېلم د ښځينه لوبغاړي رول لوبولی. دغه فېلم د ګیلرمو دل تورو له لورې لارښونه شوی دی.
دغه فېلم د امريکا او روسيې ترمنځ د ۱۹۶۰ کالنو د سړې جګړې کېسه کوي. د فېلم ښځينه لوبغاړي په سترګو ړنده ده او د اشارو په وسيله خبرې کوي.
د اوبو بڼه فېلم په انګلېسي ژبه ډک شوی چې تر ډېره په کې د اشاروي ژبه په کې کارول شوې ده.
د فېلم کيسه کابو دوه ساعته اوږدوالی لري او تر ډېره په مينه او جګړه څرخي.
دغه فېلم باندې کابو ۱۹ مېلېونه ډالر خرڅ شوی او شااوخوا ۴۱ مېلېونه ډالر يې لاس ته راوړي دي.