زرين خان

روهي (نۍ/۳۰ د مرغومي)، د هندي د بالېوډ سينما مشهوره لوبغاړې ۳۰ کلنه زرين خان وايي، چې سلمان خان یې د لېدلو خوبونو پيل وو او هر خت به د دي په زړه کې خوږ او ځانګړی ځای ولري.
 
نوموړې وايي،"سلمان خان هغه څوګ دی، چې هر وخت به زما زړه ته ګران، نېږدې او ځانګړی وي، که سلمان خان نه وايي، نو زه به هېڅلکه د بالېوډ سينما ته نه وی راغلي."
 
زرين خان په وينا، چې په سينما او په ځانګړې ډول په بالېوډ کې ډېری کسان غواړي راشي، اکتور او يا اکترېس شي، خو ډېر هم خلک پيدا کيږي چې دغه ارمان يې پوره کيږي او خوبونه يې په واقعيت بدليږي.
 
د نوموړې په وينا بالېوډ سينما ته زما راتګ زما لپاره د خوب لېدل وو، خو دا هر څه سلمان خان وکړل چې زما خوب يې په رېښتيا تبديل کړ.

زرين خان دېرش کاله عمر لري، د بالېوډ مشهوره لوبغاړې ده او ورستی فېلم چې نوموړې به په کې راحرګنده شي، ۱۹۲۱ په نوم دی.