انوشکا او کولي په هند کې شهرت ته ورسیدل، خو واده یې په اېټالیا کې وکړ

د هند مشهورې هنرمنې انوشکا شرما او تکړه کرېکټر ویرات کولي په ایټالیا کې واده وکړ.
ویل شوي، چې په هند کې د دغو دوو مشهورو څېرو پر واده ځینې غبرګونونه راپاریدلي دي.
په هند کې  د مدیه پردېش د بي جي پي د ایالتي پارلمان غړي پنا لال شاکیه د دوی په دې کار نیوکه وکړې ده؛ ویلي یې دي، چې دوی د واده لپاره، په هند کې ځای پیدا نه کړ:
"هند دومره بې ارزښت دی؟"
یو بل کارن رام موهن جا لیکلي:
"موږ داسې خلکو ته له سر تېر یو، خو دا خلک د هېواد لپاره نه بلکې د ځان لپاره لوبېږي، ټولې پیسې بهر لګوي، هند په څه کم دی چې دوی بهر کې واده کوي."
بل خوا دغې مشهورې جوړې ویلي، چې خپلوانو ته به د ډیسمبر پر ۲۱ په نوي ډېلي کې د واده مېلمستا برابروي.
بیا به د همدې میاشتې پر ۲۶ د بالیووډ او کرېکټ ستورو ته هم ممبيي کې مېلمستیا ور کوي.