هسې زه شوم عجيبه غوندې وزګار بند
په رسۍ دتور زلفــــو کړمـــــــه يار بند
وزګارتياکې مې سل کاره هميشه وي
په زارۍ منت يم ستړى دريبار بند
تمامي شپه مې سپو ږمۍ ته انتظارکړ
د ملا بانګــــــونو زه کړمـــه سهار بند
په راتلو يې اوس ناغې وروتړلې
دې ناترسو ظالمانو کړم په لاربند
تيره توره تيز ګوزار ورته پکار دى
چې ونه کړې په رقيب باندې ګوزار بند
زوړګيدړ ورته په شان دزمري شي
له هيچاپورې هم مه شه دچاکار بند
(هاشمي) ورته ښېرې دخداى په درکړه
چې په تايې کړ دښکلي يار ديداربند
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
مبايل: ٠٧٠٧٠٣٠٠١٦
وروستي