په سرولمبوکې!

خودبه په غم اوپه ژړاتیریږي
چې مې ژوندون له تاجداتیریږي
يوه لحظه جدا له تا نه اشنا
اوږده دکال لکه په ماتیریږي
شپه مې شبګیرستاپه فکرونوکې شي
په ویښو سترګو ترسبا تیریږي
دبیلتانه په اور کې سوځم اشنا
په سرولمبوکې ژوند دچا تیریږي
اوس مې جانانه لیونی ګڼي ټول
رانه دوستان هم په خندا تیریږي
دغه مې حال دی درته ومې وایه
څنګه وختونه اشنا ستا تیریږي
ای غمشریکه یاره چیرته لاړې
په (هاشمي) غم یکتنها تیریږي
سيدبديع الزمان(هاشمي)

 
S_baduzaman2000@yahoo.com
Ph.. 07o7o30016