په خوله دې یو اوپه زړه بل ساتې
څنګه اشنا رازونه خپل ساتې
دلعلوډکې خزانې ته ښکلې
دتندي خال تل په مرچل ساتې
څنګه پوهیږې دویشتلو په چل
باڼه دې غشي داجل ساتې
ښکاري چې بیا یې راته نه راکوې
زړګی مې کلک چې په منګول ساتې
والله چې دې ته حیرانیږمه زه
جانانه یویې یاران شل ساتې
چې غوږګټې سربه پرې بیالې اشنا
نوره دې خوښه چې اټک اوکه کابل ساتې
زه (هاشمي)نووایه څنګه درشم
رقیب غمازکوڅه کې تل ساتې
سيدبديع الزمان(هاشمي)
وروستي