د هجرشپې مې په ژړاتیرې کړې
دیاروصال ته مې په دعاتیرې کړې
سرپه زنګون ومه ژړل مې مدام
رقیب غمازخوپه خنداتیرې کړې
چابه د څه اوچا د څه په تمه
ماخوپه تمه دوفا تیرې کړې
په تورو شپوکې د سحر په تمه
په شبګیرومې ترسباتیرې کړې
د رقیبانو ناکردیو اشنا
شپې ورځې سختې هم په ماتیرې کړې
خیردی په دې باندې خپه نه یم زه
که مې سختي په غم کې ستا تیرې کړې
ای(هاشمي)راحت به راشی پسې
خیرکه یوڅوشپې موجداتیرې کړې
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
Ph.. 07o7o30016
وروستي