اقتصاد پېژندنه/ (۲۷ مه برخه)

د کار وېش
(Division of labour)
په اقتصاد کې د کار له وېش څخه موخه په څو برخو د یو کار ویشل ديچې هر کارګر يې د کار يوه ځانګړې برخه ترسره کوي، د ساري په توګه: که موږ وغواړو چې يوه څوکۍ جوړه کړو، نو يو کارګر به لرګی اره کوي، دويم به په کې مېخ وهي، درېيم به څوکۍ جوړوي او څلورم به پالش ورکوي.
د کار وېش لاندې ډولونه لري:
۱- د مسلک له مخې: د کار په دې ډول وېش کې کارونه د مسلک له مخې وېشل کېږي، د کار په دې ډول وېش کې يو کارګر کار له پيل څخه تر پايه تر سره کوي د ساري په توګه: موچي، ترکاڼ او داسې نور.
۲- د مغلقتوب پر اساس: د کار په دې وېش کې يو کار د مغلقتوب له پلوه کار په څو مراحلو وېشل کېږي، هر کارګر د کار يوه برخه مخ ته وړي يا يې ترسره کوي، له نورو مراحلو سره  هېڅ کار نه لري، د ساري په ډول: د موټرو جوړول چې ټايرونه يې يو شخص تړي، رنګ يې بل کارګر کوي، همداسې ماشين تړل او نور کارونه هر کارګر خپل کار ترسره کوي.
۳- سيمه ايز وېش: ځينې سيمې په طبيعي لحاظ د يو ځانګړي توکي په توليد کې تخصص لري او د هغه له کبله مشهور وي، د ساري په توګه: د افغانستان غالۍ .
د کار د وېش ګټې: د کار وېش لاندې ګټې لري:
● د کاري وړتيا زياتوالی: د کار په وېش کې کارګر هغه کار سرته رسوي چې د هغه لپاره ډېر مناسب وي چې د کارګر کاري وړتيا ډېرېږي او د کار معيار هم ورسره لوړیږي.
● په مهارت کې ډېروالی: د کار په وېش کې يو کارګر يو کار په مسلسل ډول ترسره کوي، ورسره کار په ښې طريقې سره ترسره کېږي او د هغه په اجرا کولو کې ښه مهارت لري.
● په روزنه کې اسانوالی: د کار په وېش کې ددې پر ځای چې کارګر ته د ټول کار په اړه معلومات ورکړې، يوازې د هغه کار په اړه معلومات ورکول کېږي چې سرته يې رسوي، نو له دې کبله په لږ وخت کې هغه روزل کېږي.
● د نوښتونو امکان: کله چې کارګر يو کار ترسره کوي، نو ټوله پاملرنه يې همدا يو کار ته وي، هڅه کوي، تر څو دا کار په ښې طريقې سره سرته ورسوي،  او د ډېرې پاملرنې له امله ډېر نوښتنونه کوي.
● د وسايلو ښه کارول: که يو کارګر ټول کارونه په خپله ترسره کوي نو د بېلابېلو وسايلو اړتيا پيښږي، خو د کار په وېش کې يو کارګر يوازې د يو کار يوه برخه ترسره کوي يوازې هغه وسايل کاروي چې د دې کار پورې تړوا لري او نور وسايل وزګار پاتې کېږي چې ورسره وسايل ښه کارول کېږي.
● د ليږد زياتوالی: هر کار په جزوي برخو کې ډېر سره ورته والی لري نو له دې کبله يو کارګر له يوه صنعت څخه بل صنعت ته په اسانۍ سره لېږدول کېږي.
● توليد لګښت کموالی: د کار د وېش په وجه توليد ډېريږي، نو له دې کبله في واحد توکي باندې لګښت را کمېږي او مصرفوونکي توکي په ښه بيه تر لاسه کوي، د کار د وېش په پایله کې په توليد کې ډېر والی راځي چې ورسره ملي توليدات هم ډېرېږي.
● د کار بوج: د کار د وېش په وجه په انسان د کار بوج کمېږي، که يو کار هر څومره سخت وي، کارګر د هغه کار يوازې يوه برخه تر سره کوي او د کار بوج پرې نه راځي همدارنګه کارګر هر کار په خپله خوښه ترسره کوي او له بوج څخه لرې وي.
● د کاري وخت کمښت: د کار د وېش په وجه کارګران د ماشينونو په مرسته په لږ وخت کې ډېر کار ترسره کوي او د هغوی په کاري وخت کې کمښت راولي.
د کار د وېش زيانونه: د کار وېش د ګټې تر څنګ لاندې زيانونه هم لري.
● نا خوښه: د کار د وېش له کبله يو کارګر هر ځل يو کار تر سره کوي، نو د يو کار تکرار د کارګر زړه وهي او کار په ډېرې دلچسپی سره نه ترسره کوي چې ورسره د توکو معيار راټيټېږي، تل د يوه کوچني کار ترسره کول د پرمختګ هڅې کموي.
● د لېږد کمښت: د کار د وېش په وجه يو کار يوازې د يو کار په يوه برخه کې پوهه پيدا کوي چې د کارګر د کار ساحه ډېره محدودېږي او د هغه په لېږد کې کمښت راځي او ورسره د بي کارۍ ګواښ هم رامنځته کېږي.
● د مسووليت کمښت: د کار د وېش په وجه هر کارګر د کار يوه برخه سرته رسوي، د يو کار په مکمله توګه مسووليت نه اخلي، هر کارګر خپله دنده په بې پروا ډول ترسره کوي.
● د کارګر او پانګوال اړيکې: د کار د وېش په وسيله توليد کې ډېروالی راځي، په کمپنيو کې د کارګرانو شمېر په زرګونو وي او د کمپنۍ مالک يو وي چې د دوی ترمنځ اړيکې ستونزمنې دي او د هغوی د غوښتنو د حل لپاره لازم اقدامات نه ترسره کېږي چې د کارګر او مالک ترمنځ ناسمه پوهه او همغږي رامنځته کوي.
● نړيوالې اړتياوې: د کار د سيمه یيز وېش له مخې نړۍ هېوادونه يو بل ته اړ دي دا حالت په سياسي او اقتصادي لحاظ ډېر خطرناک وي، په ځانګړې توګه د جنګ په دوران کې.
● يو پر بل انحصار: د کار د وېش په وسيله کار ګران يو پر بل پسې تړلي وي که د يوې څانګې کارګر نه راځي نو د بلې څانګې کار مجبوره دی چې بيکاره پاتې شي.
پايله:
د کار د وېش په وسيله په توليد کې زياتوالی راځي چې ورسره د توکو قيمت راټيټيږي، د کارګرانو د کار په وخت کې کمښت رامنځته کېږي او د خپل ژوند د سمښت په اړه ډېر کار کوي، د کار د وېش په وسيله وسايل په ښه توګه کارول کېږي او د کار د وېش په وسيله په هېواد کې اقتصادي پرمختګ رامنځته کېږي.
نفوس (Population):
د توليد په عواملو کې کار يو مهم عامل دی چې د يو هېواد په نفوسو انحصار لري. په کوم هېواد کې چې نفوس ډېر وي کارګر هم ډېر وي او د کوم هېواد نفوس چې کم وي د کارګرو شمېر يې هم کم وي .يوه خبره د يادونې وړ ده چې په يو هېواد کې د شتمنۍ پيدايښت د کارګرو په شمېر نه بلکې د کارګرو په جسماني او ذهني وړتيا پورې تړاو لري امکان لري چې په يو هېواد کې د اوسېدونکو شمېر ډېر وي، خو د شتمنۍ د پيدايښت له کبله وروسته پاتې وي، د ساري په ډول: د امریکا په پرتله د هندوستان نفوس ډېر دي خو د هندوستان د نفوسو په پرتله د امریکا نفوس ډېره شتمني ترلاسه کوي. په اوسني وخت کې د نفوسو مسئله د نورو اقتصادي مسايلو په څير ډېره مهمه ده، د کومو هېوادونو نفوس چې ډېر وي، په هغه هېوادونه کې ګڼ شمېر اقتصادي او ټولنيزې ستونزې شتون لري، نو له همدې کبله په اتلسمه زېږديزه پېړۍ کې اقتصاد پوهانو دې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د نفوس په اړه يې ځانګړي نظريات ورکړل مالتوس يو انګليسي عالم وو چې د نفوسو په اړه څیړنه ترسره کړی دی د نوموړي په وخت کې کارګران په ستونزو کې و، ځکه د هغوی اجوره کمه وه، د توکو قيمتونه لوړ وو، ماشينونو د کارګرانو ځای ونيوه نو له دې کبله کارګران بيکاره شول مالتوس د کارګرانو دغه حالت ته پاملرنه وکړه، د هغوی د بې وزلۍ او افلاس د معلومولو لپاره یې اراده وکړه، د دې کار د ترسره کولو لپاره هغه د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سفرونه وکړل او خپل نظريات يې په يوه لیکنه (د نفوسو په اصولو) کې څرګند کړل، چې په کال 1798ز کې خپره شوه. وروسته له نورې څیړنې او تاريخي شواهدو دا لیکنه یو ځل بیا په 1803ز کال کې خپره شوه مالتوس په کې خپل نظر داسې څرګند کړو: له يوې خوا د ځمکې مقدار ثابت دی چې ورسره د خوراکي توکو د پيدا کېدو وسايل محدود دي خو له بلې خوا انساني نسل په تيزۍ سره زياتوالی مومي او که د دغه زياتوالي مخه ونه نيول شي قحطي به رامنځته شي. د نوموړي په لیکنه کې لاندې ټکي دخيل دي:
۱- د نفوسو او خوراکي توکو د توليد ډېرښت: د خوراکي توکو د ډېرښت په پرتله د نفوسو وده چټکه ده مالتوس يو حسابدان هم وو چې خپله خبره يې د رياضي په ژبه څرګنده کړې ده د يو هېواد د نفوس د ډېرښت هندسي سلسله ده ،۶۴،۳۲۱۶،۸،۴،۲،۱ نسبت سره وي خو د خوراکي توکو ډېرښت يې حسابي سلسله 1،2،3،4،5،6،7،8 نسبت سره وي چې د نفوسو د ډېرښت په پرتله د خوراکي توکو ډېرښت ډېر کم دی.
۲- دوه ګونی نفوس: د مالتوس د نظریې له مخې که د نفوسو وده په خپل حال پاتې شي، نو په پنځه ویشت کالو کې دوه برابره کېږي، پنځوسو کالو کې څلور چنده او په سل کالو کې اته برابره کېږي، د نفوسو شمېر به دومره ډېر شي چې د خوارکي توکو ټول وسايل به پوره نشي او انسانان به يو بل ووژني.
۳- د نفوسو د ودې د مخنيوي لارې چارې: د مالتوس  د نظريې په اساس د نفوس د ودې د مخنيوي لپاره بايد د لاندې دوو طريقو کار واخيستل شي...
● اختياري طريقه: په اختياري طريقه کې انسان په خپله هڅه کوي تر څو د نفوسو د ودې مخه ونيسي چې هغه لارې په لاندې ډول دي...

  •  د واده وروسته کول
  • له اخلاقي اصولو کار اخيستل
  • د واده نه کول
  • د کورني پلان عملي کول
  • د توليد په اصولو عمل کول
  • د مذهب پيروي
● طبيعي طريقه: که د نفوسو وده په فطري ډول پرېښودل شي او  هېڅ رنګه اختياري طريقه د نفوسو د ودې د مخنيوي لپاره ونه کارول شي، خو طبيعي طريقه کولای شي چې د نفوسو د ودې مخنيوي وکړي، له طبيعي طريقې څخه موخه د الله تعالی له لورې په ځانګړې سيمې نازليږي لکه:
  • زلزله
  • جنګ
  • سيلاب
  • قحطي
  • اور او نور
● تياره راتلونکی: که چيرته د نفوسو وده په خپل حال پاتې شي، نو د نفوسو شمېر به دومره ډېر شي چې خلکو ته به د اړتياوو د پوره کولو لپاره وسايل شتون ونه لري او نړۍ به له يو خطرناک حالت سره مخ شي.
د مالتوس  په نظريې نيوکې:
دمالتوس  په نظريې نويو اقتصاد پوهانو له غور وروسته لاندې نيوکې کړې دي.
  • د حسابي فورمولې ناسم کارول: د يو رياضيپوه په توګه هغه فو رمول چې مالتوس وړاندې کړی و، په عملي ژوند کې د تطبيق وړ نه دی، د نړۍ په يو هېواد کې هم د نفوسو وده په هندسي نسبت او د خوراکي توکو توليد په حسابي نسبت په سمه توګه نه سنجول کېږي، خو يوه خبره چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د ودې په پرتله د نفوسو وده ډېره ده خومالتوس  چې کومه حسابي فورمول وړاندې کړی وه ناسمه او بې بنسټه وه.
  • خوړو په توليد کې زياتوالی: له مالتوس څخه وروسته کله چې په نړۍ کې صنعتي اوښتون رامنځته شو، نو د صنعتي او کرنيزو توکو د توليد په برخه کې له ماشينونو څخه کار واخيستل شو چې ورسره د خوراکي توکو توليد ډېر شو دغه ډېرښت کله کله د نفوسو له ډېرښت څخه هم ډېر وي.
  • د ژوند د کچې لوړ والی: د مالتوس نظريه په هر هېواد کې سمه نه ثابتيږي ځکه په اوسني وخت کې نړۍ کې داسې هېوادونه شتون لري چې له اقتصادي اړخه ډېر پرمختللي دي، د نفوسو د ډېرښت سره سره بيا هم د هغوی د ژوند کچه لوړه ده نو له دې کبله د هغه دا نظريه چې د دغو هېوادونو راتلونکې به تياره وي ناسمه ده.
  • کار ډېر والی: د مالتوس د نظريې له مخې چې انسا ن په دې نړۍ کې له خيټې سره پيدا شوی او په ټولنه بوج دی په حقيقت کې انسان په نړۍ کې له خيټې سره پيدا شوی خو الله پاک هغه پښې ،لاسونه او مغز هم ورکړی دی. کنين د هغه د دې نيوکې په مقابل کې ويلي دي چې د انسان معده له لومړۍ ورځې څخه کار پيلوي، خو کار بيا شل کاله وروسته پيلوي .
  • ناهيلي: مالتوس ويلي و چې د انسان راتلونکې تياره ده، نو له دې کبله انسان د خپلې راتلونکي په اړه ناهيلی و او د کار احساس يې له منځه تللی و.
  • اخلاقي بربادي: مالتوس د نفوسو د ډېرښت د درېدو لپاره انسان بايد په خپله خوښه ځينې تدابير ونيسي، د ساري په ډول: د توليد مخنيوی او په کورني پلان عمل کول چې په اصل کې فحشا او نورو ناوړه کارونو ته لمن وهل دي دا کار انسانانو ټولنيز اخلاق خرابوي.
  • ناسمه عقيده: د مالتوس د نظريې له مخې چې طبيعت (نعوذ بالله) الله د خوراکي توکو په توليد کې ناکام شوی چې په مذهبي لحاظ دا عقيده ناسمه ده ځکه الله پاک انسان ته بېلابېل نعمتونه هم ورکړي دي چې ترې ګټه پورته کړي همدارنګه په نړۍ که کوم توکي ته اړتيا پيښه شي نو د نړۍ له نورو هېوادونو څخه يې واردوي.
  • د ځمکې کارول: نوميالي اقتصاد پوه کولن کلارک د ځمکې په اړه ويلي چې که چيرته ځمکه په ښه توګه وکارول شي نو کولای شي د ځمکې د اوسني نفوسو لپاره لس برابره خوراکي توکي برابر کړي. او په دې ډول د خوراکي توکو کمښت نه رامنځته کېږي مالتوس د خپلې نظريې بنسټ د توليد د کمښت په قانون ايښي چې له مخې یې د ځمکې توليدات کميږي خو په اوسني وخت کې د نوي ماشين الاتو په وسيله د ځمکې توليدات ډېريږي.
  • اقتصادي پرمختګ: د مالتوس د نظريې له مخې داسې معلوميږي چې په نړۍ کې د نفوسو ډېرښت ستونزې زيږوي او هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخامخيږي ليکن هغه هېوادونه چې نفوس يې کم وي، هغوی نه شي کولای چې له خپلو طبيعې وسايلو څخه سمه ګټه پورته کړي، خو که نفوس يې ډېر وي کولای شي چې له خپلو سرچينو څخه ښه ګټه پورته کړي او ښه اقتصادي پرمختګ وکړي.
پايله:
تر کومه ځايه چې د توکو او نفوسو د ډېرښت موضوع ده، هغه ثابته او په خپل حال ده، د نفوسو ډېرښت د توکو د توليد څخه ډېر دی، د مالتوس د وخت په مقابل کې کرنې او صنعت په طريقو کې اوښتون رامنځته شو، د کار د وېش او ماشينونو په دوران کې د لېږد رالېږد په وسايلو کې ښه والی او ارزاني رامنځته شوه نو له دې کبله د توکو توليد له حده ډېر پرمختګ وکړو چې په اوسني وخت کې د توکو توليد د نفوسو له ډېرښت څخه لوړ دی، خو که مالتوس د خپلې نظريې لپاره دا شرط ايښی وای چې که د توليد طريقو کې کوم بدلون رانه شي او په دې صورت کې د نفوسو ډېرښت له توکو څخه ډېر وي، نو په دې صورت کې د مالتوس نظريه سمه ثابتېده.