
په ارزګان ولایت کې د جګړو له کبله له بي ځایه سوو کورنیو سره د مرستې په داوم د ډبلیو ایف پي موسسې له لوري له دخوراکي موادو د مرستې لړۍ نن پیل شوه.
دارزګان ولایت مرستیال والي وايي دوی هڅه کوي چې دمرستي دغه لړۍ جاري وساتي.
ارزګان کي تر ۱۲ سوو زیاتې کورنۍ د جګړو له امله بي ځایه سوي دي.
د ارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان د شنبې په ورځ بي ځایه سوو کسانو ته د مرستې د ویش پرمهال وویل چې له ۱۱ سوه هغه کورنیو سره چې دجګړو له امله له خپلو سیمو بي ځایه سوې وې د ډبلیو ایف پي یا نړیوال خوراکي سازمان له لوري د خوراکي موادو مرسته کیږي چې ۲سوه کیلو ګرامه اوړه ۱۴/۸ کیلو ګرامه غوړي او یو کیلو مالګه پکښې شامله ده.
نوموړی وايي چې دغه مرسته په شفاف ډول ویشل کیږي او هڅه کوي چې بې ځایه سوو کورنیو ته نورې مرستې هم راجلب کړي.
دولایتي شورا غړی عبدالکریم خادمزوی بیا وايي چې په ارزګان ولایت کې زیات شمیر خلک بې ځابه سوي چې خوراکي اوغیر خوراکي توکو ته يي اړتیا ډيره ده او باید مرستي ورسره وسي.
یوشمیر کسان چې مرستي يي ترلاسه کړي وې وايي چې د جګړي له امله يي کورونه سوځول سوي او زیات تاوانونه ورته رسیدلي خو په کافي اندازه مرستي ندي ورسره سوي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې یا دې د دوی په سیمو کي امنیت تامین سي او یا دې هم لازمې مرستې ورسره وسي.
دیادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم سرې میاشتې خیریه ټولنې، یونیسف او د طبیعي پیښو سره د مبارزي ریاست لخوا له سلګونه کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې سوي خو لاهم سلګونه کورنۍ پاته دي چې مرستي ورسره ندي تر سره سوي.