ايران دخپلو اعمالو سزا ويني


ښايي  د امريکا پخواني  ولسمشر  جورج  بوش  به ريښتيا ويلي و ((ايران د شر محور دی )). ايران د خپلې پراختيا غوښتونکې پالسۍ له مخې عربان او ا فغانان د پولۍ پړک ته کينولي . په لبنان کې  حزب الله  د واکمن حکومت پر وړاندې وخت په وخت بغاوت ته  هڅه وي ، په فلسطين کې  د حماس سره دځينو مرستو له لارې دغلته خپلې موخې لټوي ، خو خپله اسرايلو سره په پټه ناستې لري همدغه تيره اونۍ داسې خبرونه خپاره شول چې داسرايلو او   ايران ځينو   استازو  په قاهره کې سره ليدلي ،او په دوه اړخيزه اړيکو سره غږيدلي خو په حقيقت کې  دلته هم پر دغه  مقدسه خاوره داسلام څخه د دفاع په پلمه تجارت کوي  ، په عراق کې د دوی دغلطو پالسيو په ټس کې په لکونو عراقيان  دمرګ  تر کومي ورسيدل  ،  په افغانستان کې  دتعصب اور ته لمن وهل ، د مخدره موادو په قاچاق ، ترهګرۍ سره دمختلفو لارو مرستې کول او  همدارنګه  په يمن کې دحوثيانو دملاتړ له لارې  ديمن او سعودي عربستان حکومتونو ته سر خوږی پيدا کول  دا او دې ته ورته کړنې  هغه څه دي چې دغه هېواد يې  دخپل کرغيړن سياست له مخې ترسره کوي . خو  پښتو متل دی چې ( خدای خو داسې نه دی لکه بنده ) هر هغه څوک چې اور سره لوبې کوي  سوځيدل يې حتمي دي ، نو ځکه خو ايران هم په دغه اورلوبو کې خوندي پاتې نه شو  تيرې څو مياشتې د ايران لپاره دزغملو نه وې هغوی چې تل يې ورته پېښې دنورو په کورونو کې خوښوولي اوس ورسره خپله مخامخ دي پر زاهدان کې پر مسجد بريد له ټولټاکنو وروسته نا ارامۍ او په دې ورستيو کې د دغه هېواد سيستان بلوچستان کې  د سپاه پاسدارانو پر مرستيال مرګونی بريد چې دنوموړي په ګډون يې لسګونه ايرانيان ووژل . دغه هېواد  ته ټکان ورکړی  ، ايران  اوس لکه مار خوړلی هر لوري ته خوله اچوي کله پر امريکا او کله هم په  ټوله کې پر لويديځ  په ايران کې دشته  نا ارميو  پړه ور اچوي په دې منځ کې دپاکستان  او جند الله  نومونه هم ياديږي .
په ورته  پېښو کې اروپا او امريکا ته تل  د پړې ګوته نيول شوې  او ښايي چې غږيدل هم ورباندې جالب نه وي .  خو دا چې په ايران کې  په شته نا اراميو کې  دجند الله ونډه څومره ده  او پاکستان څومره د دغه ډلې ملاتړ کوي ؟‍ دې ته به لږ تم شو :
 جند الله
د ايران په مذهبي واکمن نظام  کې بلوچان لکه دنورو  توکمونو په څير تل  دايراني اخوندانو  د ظلم سره مخامخ شوي . دوی چې په ايران کې له انقلاب وروسته  د انقلاب د حاميانو څخه هم و ، خو بيا هم  ورسره د مور ا وميرې چلند شوی .
که د احمدي نژاد  ۲۳ کسيزه کابيني ته ځير شو نه په کې  سني وزير شته  او نه بلوچي ، سره د دې چې دغه هېواد دګڼو ملتونو کور دی خو پر سياست يې متعصبه شيعه کړيو خيټه اچولې  همدا رنګه  ايران اعلان کړی چې په روان کال کې ۳۳۶ کسه اعدام کړي چې ډير يې دبلوچستان سره تړاو لري ، د دې تر څنګ په زرګونو نور نيول شوي ځورول شوي  البته دغه لړۍ د شاه له وخته پيل شوي او ملايانو هم  په دې برخه کې د شاه په پل پل ايښی ، نو ځکه خو دغه قوم چې په دغه هېواد کې ځان بيګانه احساسوي  د حکومت پر وړاندې يې په ۲۰۰۲ ز کې  بغاوت ته لاس اچولی او په ايران کې دځينو پيښو پړه پر غاړه اخلي . د دغې ډلې مشر عبد المالک ريګي نوميږي، نوموړي وايې چې مبارزه يې دخپلو روا حقوقو د لاسته راوړنې په موخه پيل کړې دغه ډله چې سلفي عقيده لري د شيعه ګانو سره ډير جوړ نه دي نو ځکه خو په پيل کې د دغه ډلې نوم جند الله و اوس يې خپل نوم د ولسي مقاومت حرکت نومولی ، نږدې ۱۰۰۰ جنګيالي لري په لومړي سر کې دغه ډلې  فرهنګي کارونه کول خو وروسته  وسلوالې مبارزې ته اړ شول .
 ايران وايې چې د دغه ډلې مشر  په پاکستان کې دي او پاکستان بيا وايې چې په افغانستان کې دی خو دا مهمه نه ده چې نوموړی چيرته دی خوهغه څه چې مهم دي هغه د ايران پر وړاندې د دغه ډلې فعاليتونه دي چې وروستی هغه يې ايران لپاره تر ټولو هيښوونکی و .
په سيستان  بلوچستان کې له بريد وروسته ايرانيانو د دغه بريد پړه په پاکستاني استخباراتو پورې په اړوند کړيو ور واچوله  او داسې ګواښ يې وکړ که پاکستان همکاري ونه کوي نو پاسدارن مليشې  به په پاکستاني خاوره کې عمليات وکړي او بريد تنظيمونکي به پيدا کړي ، په همدې موخه دايران دبهرنيو چارو وزير  له اسلام اباد څخه ليدنه وکړه او هلته يې خپل سيال سره په اړونده موضوع خبرې هم وکړي . خو پاکستان د ايران دا تورونه ردوي او وايې چې د ايران پر وړاندې په هيڅ ډول تاو تريخوالي کې لاس نه لري او په دې اړه حتی فکر هم نه شي کولای ، خو ځيني استخباراتي رپوټونه وايې چې بريد کوونکي عبدالواحد محمدزاده څلور مياشتې دمخه په پاکستان کې د جندالله په يوه کمپ کې روزنه ليدلې وه رپوټونه وايې چې نوموړي شخص هم دريګي قبيلي سره تړاو لري .
                                                          خپل عمل د لارې مل دی
                                                                         پای