په ننګرهار پوهنتون کې د وينې ورکړې کمپاين
د ۲۰۱۲ د اپريل په ۲۸ مه نيټه د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک د خپلو خدماتي پرګرامونو په لړ کې، د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي په تالار کې د تلسيميا ناروغانو لپاره د وينې وړيا ورکړې پروګرام د ننګرهار پوهنتون د بااحساسه محصلينوپه مرسته پيل کړ. پروګرام د سهار په لسو بجو د قاري صيب بلال له خوا د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو پيل شو ، وروسته د هيواد ملي سرود وغږول شو .
د پروګرام لومړنی ويناوال د ننګرهار پوهنتون ريس ډاکټر صابر مومند و ، چې په خپلو خبرو کې يې د ويښ افغان دغه هڅه وستايله او زياته يې کړه دا چې نن ورځ افغان ملت د ډيرو کړاونو سره مخامخ دی نو لازمه ده چې د ويښ افغان ورته هڅو ته د قدر په سترګه وکتل شي زموږ ټول ناروغان نن ورځ ډيرې ستونزې ګالي په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې په دايمي ډول وينې ته اړتيا لري په دې برخه کې ډير ستړي شوي دي نو ځکه د ويښ افغان دغه قدم يو نيک او پر ځای کار بولم زه يې ستايم او ورته ډاډ ورکوم چې د دوی سره په دې نيک کار کې ملګرتيا کوم ، نوموړي همدارنګه يادونه وکړه چې که څه هم نړۍ اوسمهال ډير پرمختګ کړی خو که ځير شو نو په ډيرو پرمختللو ټولنو کې لا هم د رضاکارانه کارونو دود په خپل ځای پاتې دی، دا چې افغاني ټولنه له پخوا نه په دې برخه کې له چا څخه کمه نه ده نو زما هيله له تاسې دوستانو دا ده چې په دې برخه کې دغه ځوانان ځانته پرينږدئ .
له ډاکتر صیب صابر وروسته د ويښ افغان غړي او په ننګرهار ولايت کې د وينې بانک او وينې ورکړې د پروګرام مشر ډاکټر زرعلي معروف خبرې وکړې، نوموړي د ياد پروګرام په ارزښت، شاليد او اړتيا هر اړخيزه رڼا واچوله او ځوانان يې وهڅول چې خپلې هڅې له ويښ افغان سره شريک او په دې برخه کې د زړه له اخلاصه کار وکړي. نوموړي وويل : دوينې ورکړه نه يوازې دا چې وينې ورکونکې ته کوم زيان نه رسوي، پر عکس د همدې شخص روغتیا ته له ګټې رسولو سربېره د يو بل اړ کس په لاسنیوي خپله انساني دنده تر سره کوي.
مولانا رفیع الله د لغمان د عزيز خان کڅ د دارالارقم دمدرسې مهتمم په خپل وار د وينې ورکړې او د ويښ افغان نورو ټولګټو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او داسلام مبارک دين د ارشاداتو په رڼا کې يې د وينې ورکولو دنياوي او اخروي ګټې په ګوته کړې ، نو موړي وويل دا چې موږ الحمدلله مسلمانان يو نو نور خلک يې بايد له موږ زده کړي، موږ بايد خلکو ته ګټه ورسوو، نه دا چې نورو ته دمرستې لاس وغځوو . نوموړي خپله يوه خاطره داسې بيان کړه
يوه ورځ له پاکستاني دوستانو سره په يو ځای کې ناست وم چې ومې ليدل چې په لارۍ موټر کې تلکونه بار دي او افغانستان ته راوړل کيږي نو نوموړي کس راته وويل چې ياره تاسې افغانيان هم ډير مفت خواره خلک ياست تاسې يو تلک چې له ټيم او سيم څخه په اسانه جوړيدی شي تاسې دې ته هم زړه نه ښه کوئ ، چې په خپله يې جوړ کړئ او دا هم له بهره واردوئ. مولانا وويل چې دغه مهال مې ډير د خجالت احساس وکړ او د نوموړي دوست خبرې راباندې ډير تاثير وکړ .
مولانا دنبي عليه السلام په زمانه کې د وينې د ويستلو په اړه د لايل وړاندې کړل او وې ويل:
که څه هم هغه مهال د وينې ورکړه دود نه وه خو نبي عليه السلام دوه ځله يوه اندازه وينه د صحت په موخه له خپل مبارک بدن څخه ويستلې ، چې هغه مهال د وينې ويستل له دوه لارو ترسره کيدل ، چې يو ته يې ښکر لګول او دويم ته يې رګ وهل ويل کيدل .
نوموړي وويل چې اوسمهال اسلامي علماء په دې سره يوه خوله دي چې د وينې ورکړه د چا دژوند د ژغورولو په موخه نه يوازې دا چې جواز لري، اجر هم لري، علماء استدلال کوي چې کله يو ماشوم د خپلې مور پرته د بلې ښځې شيدې خوړلی شي نو د وينې ورکړه هم په همدې قياس کيږي.
له مولانا رفيع الله وروسته د پښتو ژبې پياوړي ليکوال ښاغلي نجيب منلي خبرې وکړې . منلي صيب په خپلو خبرو کې وويل زموږ په بدن کې ډير داسې څه شته چې ارزښت نه لري خو نورو ته ګټه رسوي ، چې ښه بيلګه يې د وينې ورکړه ده که زموږ په بدن کې په اضافي توګه وي موږ ته يې ارزښت نه شته خو که بل چا ته يې ورکړو نو ښا يي د هغه ژوند پرې وژغورو . نوموړي همدارنګه وويل که څوک په دې برخه کې ناغيړي کوي نو ويره شته چې د دې ايت وعيد هم دوی ته متوجه شي ( ويمنعون الماعون ) دوی هغه څه له خلکو منعه کوي چې خدای دوی ته ورکړي ، نوموړي زياته کړه چې د وينې ورکړه نه يوازې له بل انسان سره مرسته ده بلکې بل انسان ته پام کول دي ، منلي صيب خوښي وښوده او ويي وويل: کله چې موږ خپله وينه ورکولای شو نو زه هيله من يم چې موږ نور هم ډير څه کولای شو ، هغه د ويښ افغان دغه هڅه وستايله او د نورو عملي ګامونو غوښتنه يې وکړه ، د خپلو خبرو په پای کې يې وويل چې زموږ ټولې خبرې بايد دعمل جامه واغوندي.منلي صيب د خپل لستوڼي پر رابډ وهلو عملاً وښوده چې همدا ساعت د وينې ورکړې ته چمتو دی.
وروسته د ننګرهار د طب پوهنځي روغتون ريس ډاکتر نا صر کامه وال دتلسيميا ناروغۍ په شاليد ، تداوۍ او ډولونو خبرې وکړې ، نوموړي د وينې دورکړې په ګټو ر ڼا واچوله او ويې ويل چې تليسيميا يوه مزمنه او ارثي ناروغي ده چې له يوې مودې راهيسې په نړۍ او اوس په افغانستان کې هم ډير کسان پرې اخته دي ، نوموړی وويل چې دغه ناروغي څو ډولونه لري چې هريو يې په خپل ذات کې نور ډولونه هم لري چې ځينې يې مرګوني ډولونه دي او دځينو که پر خپل وخت تشخيص وشي، درملنه يې اسانه ده.
نوموړي وويل چې د دې ناروغۍ تداوي په منظمه ډول د وينې ورکړې ته اړتیا لري ، نوموړي همدارنګه خوښي وښوده چې اوس د دې ناروغۍ د علاج په موخه ځينې اسانتياوې رامنځ ته شوي چې د بېلګې په ډول يې ديو ډول ټابليټ يادونه وکړه .نوموړي وويل چې پخوا به په دې ناروغۍ اخته ناروغان په هندوستان هيواد کې تر درملنې لاندې نیول کيدل خو له نيکه مرغه اوس دا کار په پيښور ، کراچۍ او اسلام اباد کې هم ترسره کيږي او موږ هيله من يو چې د داسې هڅو په پايله کې يوه ورځ موږ افغانان هم وتوانيږو چې دغه درملنه په خپل هيواد کې هم ترسره کړو .
نوموړي د وينې ورکړې ګټو ته په اشارې سره وويل : د وينې ورکړه د انسان د بدن اضافي اوسپنه کنترولوي ، رګونه غښتلي کوي او نور فوايد هم لري
کاموال زياته کړه هغه څوک چې وينه ورکوي عمر يې بايد له ۱۶ کالو کم نه وي وزن يې بايد ۵۰ کيلو کم نه وي دماغي حالت يې متوازن وي ، يو کس کولای شي په درې مياشتو کې يو ځل وينه ورکړي البته د وينې ورکړه بايد په خپله خوښه وي .
له ډاکټر کاموال وروسته د يو ناروغ پلار چې پنځه اولادونه يې د همدې ناروغۍ په پايله کې له لاسه ورکړي او شپږم يې چې همدا اوس شپږ کلن او په همدې ناروغۍ اخته دی، دريځ ته راغی او خپلې درديدلې خاطرې يې له خلکو سره شريکې کړې په تالار کې ټول کسانو ورته اوښکې توی کړې او دنوموړي په حالت ډير غمجن شول ، نوموړي وويل ،چې خپلو او لادونو ته د وينې پيدا کولو لپاره به مياشت په مياشت پيښور ته تللو او هلته به يې ورته د وينې چاره کوله ، چې په دې برخه کې به د پيښوري محصلينو قربانۍ هيڅکله هيرې نه کړي چې هر وخت يې دوی ته د وينې په ورکړه کې لبيک ويلی ، هغه اوس په دې خوشاله و ، په افغانستان کې هم ځوانان او په ځانګړې توګه محصلین چمتوالی ښيي چې د ده د اولاد په څير ناروغانو ته به وينه ورکوي او دوی به د پاکستان تګ ته، نه مجبوریږی.
په ننګرهار کې دکرکټ بورډ مسول قرار عزيزي هم خبرې وکړې او ځوانان يې دوينې ورکړې ته وهڅول او ډاډ يې ورکړ چې په ننګرهار کې د کرکټ لوبغاړي به وهڅوي چې په دغه کمپاين کې برخه واخلي
د ملي ټيم لوبغاړي کریم خان صادق هم د داسې پروګرام په پيل کېدا خوښي وښوده ، نوموړی حاضر و چې خپله وينه ورکړي خو دا چې نوموړي په نږدې راتلونکې کې لوبې لري نو ډاکټرانو مشوره ورکړه چې د اوس لپاره لازمه نه ده چې وينه ورکړي ، هغه وويل چې په ننګرهار کې د کرکټ اکاډمي لري چې نږدې څلورنيم سوه ځوانان په کې په لوبو بوخت دي له دوی به وغواړي چې په دې کمپاين کې برخه واخلي .
د پروګرام د پای په شيبو کې دحصارک ولسوال حاجي عبدخالق خبرې وکړې ، ځوانان يې خپلو مسوليتونو ته ځير کړل ، نوموړي وويل چې لعل په ايرو کې نه پټيږي ځوان چې ځوان وي هغه غلی نه شي کيناستلی ، هغه بايد خپلې ټولنې او هيواد ته کار وکړي نوموړي تيرې خاطرې هم بيان کړې او ويي ويل چې تاسې پوهيږۍ چې موږ افغانان له څه ډول ستونزو سره لاس او ګريوان يو موږ لاهم ويده يو موږ ويښتيا ته اړتيا لرو ، داچې ويښ افغان اوس زموږ راويښلو ته ملا تړلې زه ډير خوشاله يم او کله خو وايم چې دا به زه خوب وينم ، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې اعلان وکړ چې شل زره افغانۍ ويښ افغان سره مرسته کوي چې ورته پروګرامونو کې يې مصرف کړي .
د محصلينو په استازيتوب دلاورخان خبرې وکړې او له ټولو راغلو ميلمنو او محصلينو يې مننه وکړه چې په دې برخه کې هڅې کوي. دلاورخان له څه مودې راهيسې د پوهنتون په ساحه کې ځوانان هڅول چې وينه ورکړي چې ډيری ځوانان يې دوينې ورکړې ته تيار کړي هم وو.
په پای کې يو زيات شمېر ګډون کوونکو مشرانو او د ننګرهار پوهنتون محصلينو خپله وينه ورکړه.
اسدالله ساحل
وروستي