نه ستا ژبه پښتو ده نه زما ژبه پښــــــــتو ده
ډير لرې چيرته غره کې ديو چا ژبه پښتو ده
سم دم پښتون به راشي په کابل کې به ګونګی شي
نو ځــــــــکه هيڅ پوه نه شوم چې دچا ژبه پښتو ده
پښتو به پرې ونه وايې پښتو باندې شــرميږي
که خدای په ژبه ګونګ کړي د پاچا ژبه پښتو ده
ارمان د پوپلزيو محمدزيو غوندي ټولو هيره کړې
که نه په دې وطن کې د هر چا ژبه پښتو ده
کله چې د نورو ژبو زده کړې ته هوډ وکړې
نو هله بيا به پوه شې چې بلا ژبه پښتو ده
سندرې يې خوږدي او غزلې په کې خوند کړي
ټپه په کې بې سارې د ښکلا ژبه پښتو ده
ساحل ځکه خوشاله دی چې يار و رته ويلي
هم ستا ژبه پښتو ده او هم زما ژبه پښتو ده
وروستي