د ((خوشال بابا فکري بهير ))اونيزې غونډې رېپوټ.

اسدالله ساحل
خوشال بابا فکري بهير خپله اونيزه ناسته تيره پنجشنبه د ۲۰۱۳ز د اګست په لومړۍ نيټه ماسپښين درې بجې په کتاب ښار کې جوړه کړه، ناسته د معمول سره سم د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت  پيل شوه.  د دريځ چارې ښاغلي اسرار احمد خان ترسره کولې د اجنډا سره سم لومړی ښاغلی خان اغا احمدزي د تيرې اونۍ سياسي او ټولينزو پيښو ته ځغلنده کتنه وکړه ، چې مهم ټکي يې په دې توګه وو:
د امنيتي تړون پر سر د افغانستان او متحده ايالاتو ناندرې
د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور خپريدل او غبرګونونه
د سولې روانې هڅې سيمې ته  د امريکا د ځانګړي استازي او د بهرنيو چارو د وزير سفرونه
دټاکنو د خپلواک کميسيون د کميشنرانو معرفي کيدل .
د هېواد په ځينو سيمو کې د پاکستاني تعليمي  نصاب د تدريس  اوازې
چابهار څخه د صادراتو پيل
او ځينې نور موضوعات
په پورته موضوعاتو د ګډونوالو له خوا پنځه دقيقې بحث او مناقشه هم  وشوه


\"\"
وروسته د پوهندوی مسعود د کتاب ((  د پيسو سياستونه )) چې ښاغلي .....  نيازي ژباړلی نوموړي د کتاب خلاصه له ګډونوالو سره په دې توګه شريکه کړه
د پيسو رامنځ ته کيدل او پړاونه
دپيسو اړوند قوانين
د پانګې قانون
وخت تنظيم ، سپما ، بيمه ، تاديات ، بيلانس
ارزښت لرونکي سندونه ، قسطونو او ځينې نور موضوعات
په پورته موضوعاتو هم پنځه دقيقې ګډونوالو خپل نظريات شريک کړل \"\"
د اجنډا په وروستۍ برخه کې د ښاغلي ثناء الله له خوا برابر شوی پريزنټيشن ( افغانستان کې دپاکستان او هندوستان د سيالۍ راتلونکی او افغانستان ته يي زيانونه )
د پريزنټيشن مهم ټکي په دې توګه وو:
د ستراتیژیک تړون خنډونه:

  • د هند او پاکستان ترمنځ په افغانستان کې جګړه اوږدوې.
  • یو سیمبولیک تړون دی. څومره باوري دی چې هندوستان به په تړون کې شوې ژمنې عملي کړي؟؟
  • که عملي شي نو افغانستان ته یی ګواښونه کوم دي؟

ولې هندوستان افغانستا ته وسلې ورنه کړې:
  • هندې پالیسی جوړونکې په دوه نظره دي:
  • لومړۍ ډله : وسله ورکړه او پاکستان سره دښمنې لاپسې غښتلې کړه او منځنۍ اسیا ته یی مخه ډب کړه
  • دوهمه ډله: اسلام اباد او راولپنډۍ سره په افغانستان کې د سیالۍ پرځای خبرې باید وشي او همغږي رامنځ ته شي.
ولې یی ورنه کړې؟
  • کرزي حکومت د پښتنو نماینده ګې نه کوي. او پر پښتنو سیمو یی واک نشته
  • نه غواړي چې جنوب او فاټا پښتانه د خپل ځان دښمنان کړي ځکه په فاټا کې به خلک فکر وکړي چې هندوستان د دوي پرضد افغانانو ته وسله ورکړه چې دوی ووژنې
  • نه غواړي چې په افغانستان کې يې له پاکستان سره سیالي ژوره شي
  • امریکا افغانستان ته د تجهیزاتو د ورکړې په اړه له  پاکستان سره همغږي لري
  • د کرزي په لیسټ کې ډير داسې مهمات ول چې هندوستان سره نشته
  • دغه وسلې قوي اقتصاد ته اړتیا لري چې وساتلای شي
  • یواځې پر پاکستان فشار و او بس
  • افغانستان څخه سوریه نه جوړوو
  • دا ضمانت نشته چې ورکړل شوې وسلې به بیرته  د هند پرضد په کشمیر کې ونه کارول شي
کله به وسلې ورکړي؟
  • که پوه شو چې افغان دولت له پښو لویږي او طالبان واک نیسي بیابه خپل ټول امکانات په کار واچوو او هر چاته چې له طالبانو سره جنګېږي وسلې ورکړو


د افغانستان تجزیه:
  • سرتاج عزیز او نور یی په ښکاره او پټ ډول له افغانستان څخه غواړي چې ختیځ او سهیل دې طالبانو ته ورکړي. که چیرې دوی دغه موخې ته ورسیږي نو بیا دوی کولای شي چې شمال تر خپل اغیز لاندې راولي او هلته د خپل هر سیال ګټې وګواښي.
  • دوهم داچې پاکستان د شمال ټلوالې قومندانانو ته وایی چې تاسې هم شمال کې خپل حکومت غواړئ او موږ درسره مرسته کولای شو.
  • پاکستان ځکه طالبان د شمال سره مستقیم کینوي چې دوی پوهیږي چې طالبان او شمال ټلوالې توافق یواځې په همدې راتلای شي چې افغانستان په دوو برخو وویشي.
  • دریم پاکستان ځکه غواړي چې دغه خبرې دې په کوم دریم هیواد کې وي او بیا هڅه کوي چې د شمال ټلوالې قومندانان هم هلته ورسوي چې په همدې خبره سره سلاشي.
که چیرې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي:
  • هندوستان به هڅه وکړي چې له موجوده نظام او موجوده ملي اردو څخه ملاتړ وکړي. دوی ته وسلې ورکړي او نور امکانات ورته برابر کړي.
  • که ملي اردو ټینګه نشوه بیا به هر هغه سازمان چې د حقاني نیټ ورک پرضد جګړه کوي که هغه پښتون وي او که غیر پښتون دوی به یی ملاتړ وکړي.
  • پخوا چې هندوستان د شمال ټلوالې ملاتړ کولو پاکستان هڅه کوله چې د طالبانو په لیکو کې نور اقوام په مهمو چوکیو رانشي.
د شمال ټلوالې او هندوستان اړیکې:
  • که څه هم ټلوالې پاکستان ته تمایل پيداکړی خو دا ډير موقت دی، هندوستان فکر کوي چې د ټلوالې په واک کې پاتې کیدل او یا واک ته رسول د پاکستان له همکارۍ پرته ناشونې دي. نو دوی بیا کولای شي چې د لنډ مهال لپاره پاکستان سره اړیکې ونیسي.
  • ۲۰۱۲ز کال کې ایله د هندوستان حکومت خپلو ډیپلوماټانو ته د پښتو ژبې زده کړه پیل کړه

ډیورنډ کرښه او د هندوستان دریځ:
ښکاره وړاندیزونه:
  • هندوستان  نه په مستقیم ډول او نه په غیر مستقیم ډول د ډیورنډ کرښه نه ده منلی.
  • افغانستان باید هڅه وکړي چې د ډیورنډ کرښه د دوو هیوادونو ترمنځ ستونزه کړي نه کومه نړیواله ستونزه
  • هندوستان وایی چې باید دغه موضوع اوس همداسې غلې پاتې شي ځکه چې افغانستان لابي نشي کولای، او په سفارتونو کې یی اکثره هغه خلک استازي توب کوي چې په ښکاره ډول د دغې داعيې مخالف دي.
  • د هندوستان په فکر د دغې پولې راګرځول له پاکستان څخه یو قوي اقتصاد ته اړتیا لري چې افغانان لا اقتصاد قوي نه دي.
پټه پالیسی او واقعیت
هندوستان چین سره ورته ستونزه لري:
  • د همالیا د غرونو په څنډو کې هندوستان او چین هم ورته ستونزه لري، برتانیې د چین سره د تبت په سیمه کې پوله ټاکلې وه، چې چین یی اوس نه مني او پخوانۍ د زور پوله یی ګڼي.
  • له څلور لسیزو راهيسې د  چين او هند تر منځ دا لانجه روانه ده، چين څو ځلې سور پوځ پولو ته لېږلی او څو ځلې سیاسي کش مکش زیات شوی،  یو ځل یی جګړه هم کړې ده او لا یی هم دحل لاره نه ده پیداکړې.
  • څرنګه چې پاکستان په دغه مساله کې یاخو غلي پاتی دی او یا يې د هندوستان ملاتړ کړی دی، نو هند  هم نه غواړي په دغه برخه کې له پاکستان  سره دښمني وکړي


  • ځينې نور مهم موضوعات چې په پريزنټيشن او وروسته د ګډونوالو له خوا  پرې بحث وشو \"\"

د ناستې په وروستۍ برخه کې د راتلونکې غونډې لپاره چې له اختر وروسته به جوړيږي پريکړه وشوه چې ښاغلی سميع الله ايلم به د بن لادن د ودې او ظهور  تر سرليک لاندې د ژباړل شوي کتاب غور چاڼ او مهم ټکي وړاندې کوي،  
همدارنګه ښاغلي دواد سليم ژمنه وکړه چې د اسلام  له نظره  به د قو ميت په اړه يو پريزنټيشن جوړه وي او راتلونکې غونډه کې به يي وړاندې کوي.
د راتلونکې غونډې پته او ځای:
وخت: پنجشنبه، د زمري ۲۴ ، د ماسپښين درې بجې  
ځای: د  سينما پامير دويم پوړ، کتاب ښار\"\"
ناسته په دعاسره پای ته ورسيده .