ايا د عبدالله  د محاکمه کولو څوک شته ؟؟؟

هغه څوك چې د توحيد له عقيدې سره د كمونستانو په پير كې ، په ګران هيواد افغانستان كې اوسيدلي ، كه هغه په سنګر كې و يا په عام اولس كې ، دخلقي او پرچمي كمونستانو د ظلم او جفا له هغو داستانونو بې خبره نه دي پاتې چې زمونږ د ملت پر وګړو يې كړي دي ، زندان، شكنجې، وژل ( په فردي او ډله ايزه توګه ) دا هغه موضوعات دي چې په هره يوه كې يې په سلګونو زره داستانونه پراته دي، دا د پرديو ځيره خواره لويدلي اوپست مزدوران ، زمونږ پر ملت د تعذيبونو، شكنجو او وژنو هغه غرونه پرى ويستل چې په تاريخ كې يى د ستالين او هلټر مخونه سپين كړل ، كه څه هم د دوی ډير كسان د ملت د قهر او غصي په لمبو كې وسوځيدل او خپل شوم انجام ته ورسيدل، مګر ډيرى او داسى شته چې اوس هم ژوندي دى او د همدغه ملت په منځ كې ژوند كوي چې په هديرو كې يې د دوي له لاسه دوه مليونه افغانان ښخ دي، دا به كوم وجدان ،كوم ضمير او كوم ايمان هير كړي ؟! آيا دا ظلمونه د هيريدو دي چې څوك د پرديو د ګټو د تامين لپاره په خپل اولس كې عام قتل ګډ كړي...
او له ماتې وروسته بيا هم زيړې سترګې د همدغه ملت زنې ته ناست وي ؟!! دا لړلي ، مرداري او كرغيړنې څيرې چې د كمونستانو د واكمنۍ پر مهال يى زمونږ د ملت وګړي وژل ، د امريكايى ښكيلاك له راتګ سره سپين بازان شول ، چې د دوی له جملې نه يو هم د شمالي ټلوالې له جنايتكارانو څخه ( عبدالله ) دی چې د روسي او امريكايى د ښكيلاك په دواړو پيرويو كې زمونږ د ملت د لسګونو زرو كسانو قاتل پيژندل شوی دی ، نن سبا اورو او د نړۍ مطبوعات هم پرې غږيږي چې عبدالله هند ته  لاړ ، دلته او هلته لاړ او علت يى هم دا ښيې چې په افغانستان كې داسې څوك شته چې عبد الله به د محاكمي ډګر ته راكش كاږي او دا هم اورو چې زمونږ د اولس وګړي ځاى ، ځاى دا غوښتنه كوي چې ايا د عبدالله  د محاکمه کولو څوک شته ؟؟؟
مګر كه د داسې لاسپوڅي دولت تشكيل او تركيب ته وګورو ، نو دا به جوته شي چې د دې دولت په لوړو چوكيو كې ، پرچميان، خلقيان، شعله يان او ستميان هم زمونږ د هيواد او خلكو دښمنان دي او هم زمونږ د دين او عقيدى او كلتور، په ځپلوبوخت دي ، او زمونږ د ملت همدغه قاتلان زمونږ پر غم ځپلى ملت باندې حكومت كوي ، د مؤثقو او باوري منابعو په حواله ويل شوي دي چې د افغانستان د لاسپوڅي دولت لوړ رتبه چارواكې له وزيره بيا ترلوى مديره له پنټاګون څخه ټاكل كيږي ، نو اوس تاسې ووايې چې دا جنايتكاران به څوك محاكمه كوي ، د ا وګړي به هله محاكمه كيږي او دمحاكمي امكان يې شته چې پردي پوځونه زمونږ له هيواده ووځى ، مونږ په خپله دخپل استقلال خاوندان شو، ددې جوګه شو چې خپل حكومت جوړ كړو او په ټولو چارو كې ملت زمونږ تر شاه ولاړ وي ، له هغه پرته خلقى ، پرچمي ، شعله يى ، ستمى او د شمالي ټلوالي د ټولو جنايتكارانو محاكمه هسى يوخيال دی ، ځكه چې د افغانستان د لاسپوځي دولت نظامي ، سياسى ، او اقتصادي ، ښه رګونه د دوی په لاس كې دي او فعال ښكيلاك يې ملاتړ كوي ، ستره محكمه ، قضا، حقوق ، او نور د ښكيلاك په وړاندي بى وسه دي ، لكه چې له ټولو افغانانو د دوى خپل واك سلب شوی ، دوي هم د هر ډول اجرايى ځواك صلاحيت نه لري، دوي به هغه څه كوي چې امريكايى ښكيلاك ورته
 وايې
دعربي ويب پاڼي ژباړه
منيب الله فضلي