ليکونکي منيب الله فضلي
تعريف او لنډه کتنه
روژې ته په عربي ژبه کي (صوم) وائي او (صوم) په لغت کي مطلق ځان ساتني او پرهيز ته وائي - له هر شي څخه چي وي - خو
دشريعت په اصطلاح کي يوه مياشت په سپيده داغ نه تر ماښام پورى له خوړلو ، څښلو او جنسى کړو وړو څخه ځان ژغورني ته روژه وائي
روژه څو ډوله دي لکه فرضي روژى مسنوني روژي نفلي روژي اونذر روژي خو دکومو روژو په هکله چي مونږ غواړو خپلو ګرانو لوستونکو ته څه معلومات وړاندي کړو هغه فرضي او درمضان المبارک دمياشتي روژي دي چي دهغه دفرضيت په هکله الله تعالى په صراحت سره ارشاد فرمايلي دي ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿١٨٣﴾ أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ
))( سورة بقره _١٨٣-١٨٣)
ترجمه _ اي دايمان خاوندانو ! پر تاسو باندي روژه فرض شوه او هماغسي چي له تاسو څخه په مخکينو خلکو باندي فرض وه
بل ځاى فرمايي ((شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ
مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ
وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ))
سورة بقره ١٨٥
ترجمه : درمضان مياشت هغه ده چي په هغي کي مو قران نازل کړد خلکو لپاره له هدايت نه روښانه او له حق نه دباطل دبيلولو خبري ، پس له تاسو نه څوک چي دغه مياشت ومومي بايد روژه ونيسي او که څوک ناروغ او يا مسافر شي پردوي ر فوت شوو ورځو روژه نيول په نورو ورځو څخه لازم دي .
له پورتني مبارک ارشاذ څخه ثابيتيږي چي پر هر مؤمن مسلمان باندي-ښځه وي که تر- چي هغه عاقل ، بالغ ، مقيم او روغ رمټ وي له سپيده داغ څخه تر ماښام پوري دپوري يوي مياشتي روژه نيول فرض عين او منکر ئي کافر دي ، په قصد سره خوړونکي ئي بايد ديوى روژي په مقابل کي يا دوه مياشت پرلپسي روژه ونيسي او ياشپيته (٦٠) ميکينانو ته ډوډي ورکړي او يا يو غلام ازاد کړي، که له چا څخه په خطا کي روژه وخوړل شي هغه باقي ورځ به هم روژه وې او يوه ورځ به دقضائي په نوم روژي هو ونيسي او که په سهوه ئي روژه وخوړه چي په يد ئي نهوي ، که هر څۀ وخوري د رب العزت له خوا مهماني ده او قضاء او کفاره پري
نشته ، د ناروغ لپاره د روژي خوړل جايزدي خو چي کله روغ شي ، قضا يي بايد راوړل شي او پوه ورځ روژه ونيسي ، په قي سره که اختياري وي روژه ماتيږي چي په دي صروت کي به هم باقي ورڅ روژه وي او هم به قضائي راوړي اوکه بي اختياره وي قضائي پري نشته .
روژه دهجرت په دوهم کال د شعبان په لسمه نيټۀ درب الغزت له خوا فرض او دفرضيت حکم ئي ارشاد شو، له دي نيټي څخه دمخه په هرهم مياشت کي درري ورځي روژه نيول فرض وو چي د روژي دحکم په نازليدود هغوى حکم منسوخ شو. ابن جريرد معاذ بن جبل رضي الله عنه په روايت يوحديث نقل کړي او وائي چي رشول الله صلى الله عليه وسلم کله چي مديني منوري ته تشريف راوړو، هرکال به ئي د عاشوري دوه ورځي روژه او په هره مياشت کي دري ورځي روژه نيوله څو چي الله تعالي دهجرت په دوهم کال درمضان المبارک روژي فرض کړي او دبقري د سورة (١٨٣) ايت نازل شو ،
دروژي مبارکه مياشت هغه بختور مياشت ده جي دالله تعالى بي شميره رحمتونه پکي نازليږي قران کريم چي دالله تعالى درحمتونو چينه ده په همدي مبارک مياشت کي نازل شويدي اوهمدارنګه نور اسماني کتابونه هم په همدي مياشت کي نازل شوي دي
په هغه خطبه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم دشعبان المعظم دمياشتي په وروستيو ورځو کي ايراده کړه وئي فرمايل ( اي خلکو ! پرتاسو باند ي يوه بابرکته مياشت سيوري کوونکي ده چي په هغه کي يوه داسي شپه شته دچي هغي کي يوه داسي شپه شته چي له زرو (١٠٠٠) شپونه بهتره ده ، په دي مياشت کي دنيکو اعمالو سرته رسول لس برابر اجر لري، هغه کسان چي دخپلو عاداتو له مخي يوښه او نيک عمل دنفلوپه نوم سرته رسوي ، دفرضو اجر مومي او چي فرضي عمل سرته ورسوي دهغه اويا برابره اجرورکړي کيږي .
رمضان دصبر او استقامت مياشت ده ، څوک چي خپل روژه دار ورورته يو ماښام روژه ماتي ورکړي په عوض ئي دګناهونو پيټى سپکيږي ، د دوزخ له اور څخه نجات مومي او دهماغه روژه دار هومره ثواب ورکړي کيږي .او د روژه دار ثواب هم نه کميږي ، صحابه کرامو عرض وکړ يا ( رسول الله صلى الله عليه وسلم ) مونږ خو دومره وسه اوتوان نلرو چي روژه دار ته روژه ماتي ورکړو ، ، وئي فرمايل : څوک چي يو غړپ اوبه يا شربت او يا يوه دانه خرما د روژي ماتي په وخت کي روژه دار ته ورکړي داسي دي لکه روژه دار ته ئي چي په مړه خيټه ډوډي ورکړي وي،
الله تعالى به هومره اجر اوثواب ورکړي او دکوثر دحوض اوبه به ورکړاي شي چي بيابه هيڅکله تږي نشي ، که څوک پدي مياشت پريوه مسلمان باندي رحم وکړي ، الله تعالي پرهغه باندي رحم کوي.
رمضان داسي مياشت ده چي لومړي لس ورځي ئي رحمت او منځني لس ورځي ئي مغفرت او وروستۍ لس ورځي ئي ددوزخ له اور څخه دژغورني ورځي دي.
په هغه روايت کي چي بيهقي نقل کړي راغلي چي څوک د روژي په مياشت کي په خپل خادم باندي لږ کار وکړي مغفرت ئي په برخه کيږي او ددوزخ له اور نه نجات مومي.
پهغه روايت کي چي له ابوهريره رضي الله عنه نه نقل شوي راغلي دي( قال رسول الله صلى الله عليه وسلم قال الله عزوجل : کل عمل ابن ادم له الاالصيام فانه لي وانا اجزي به والصيام جنة فاذا کان يوم صوم احدکم فلا يرفث ولايصخب فان سابه احد وقاتله فليقل اني صائم ، والذي نفس محمد بيده لخلوف فم الصائم اطيب عند الله من ريح المسک ، للصائم فرحان : يفرحهما اذا افطرفرح بفطره واذا لقي ربه فرخ بصومه ))
( متفق عليه )
وهذا لفظ رواية البخاري وفي رواية له (( يترک طعامه وشرابه وشهوته من اجلي ، الصيام لي وانا اجزي به الحسنة بعشر امثالها الي سبع مائة ضعف قال الله تعالى ( الا الصوم فانه لي وانا اجزي به يدع شهوته وطعامه من اجلي للصائم فرحتان : فرحة عندي فطره وفرحة عندي لقاء ربه ولخلوف فمه اطيب عندالله من ريح المسک))
ترجمه : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چ
ي الله تعالى فرمائي : د ادم د اولاد هر عمل دهغه لپاره دي غير له روژي نه چي هغه زما لپاره خاص ده او زه دهغي اجر ورکوم او روژه (( د دوزخ د اور اويا ګناهونو مقابل کي ))
يو سپر دي ، نو که له تاسو څخه د چا روژه وي لازم دي چي بدي خبر ونکړي ، په لوړ اواز چغي ونه وهي او له چاسره جنګ جګړه ونکړي اوکه چا ورته ښکنځلي وکړي اويائي ورسره جنګ پيل وکړ،لازم دي چي دي ووائي چي زه روژه يم او زما دي په هغه ذات څوګند وي چي د محمد نفس ئي په واک کي دي چي د روژه دار دخولي بوي دالله تعالى په وړاندې له مشکو څخه بهتر او خوښ دي دروژه دار لپاره دوه خوښۍ دي : يوه دا هغه د روژي ماتي په وخت کي او بله له خپل رب سره دمخامخ کيدو په وخت کي دا د بخاري د روايت لفظ دي او په يو بل روايت کي دي چي روژه دار خپل خوراک څښاک اوشهوت زما لپاره ترک کړي ، زما لپاره روژه د
ي ،نو زه د هغه اجر ورکوم او حسنه اعمالو ته ئي لس برابر اجر ورکوم.
او دمسلم په راويت کي راغلي چي : د ادم د اولاد هر عمل څو برابره کيږي ، نيکۍ ته ئي لس برابره تراوه سره برابره پوري اجر ورکول کيږي الله تعالي وفرمايل : ترته له روژي نه چي زما لپاره خاص دي او زه ورته اجر ورکوم ځکه چي خپل شهوت او خوراک زما لپاره ترک کوي ، د روژي دار دخولى بوى دالله تعالي په وړاندي له مشکوڅخه بهتره اوخوښ دي .
په هغه حديث کي چي عبدالله ابن عمر رضي الله عنهم ئي روايت کړي راغلي دي چي درسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد دي چي دقيامت په ورځ او قران کريم د روژه دار او تلاوت کونکي شفاعت کوي ، روژه عرض کوي يا الله ! ماستا دغه بنده د ورځي له خوا له خوراک ،څښاک اونورو ممنوعه اعمالو او فعالو څخه منع کړي ؤ. الهي عفوه ورته وفرمايه ،
همدارنګه قران کريم هم دخپل تلاوت کوونکي لپاره له رب العزت نه مغفرت غواړي، او الله تعالى د روژي او قران کريم شفاعت قبلوي ،
په هغه حديث کي چي بخاري اومسلم ئي روايت کړي راغلى چي : وعن ابي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال (( من صام رمضان ايماناً واحتساباً غفرله ماتقدم من ذنبه ))
هکذا(( وعنه رضي الله عنه )) ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال واذا جاء رمضان فتحت ابوب الجنة وغلقت ابواب النار وصفدت الشياطين )) متفق عليه.
ترجمه
(( له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي څوک چي د ايمان او اخلاص له مخي د رمضان د مياشتي روژي ونيسي تير ګناهونه ئي بخښل کيږي ، همدارنګه په يو بل روايت کي له ابوهريرة رضي الله عنه نه نقل شوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : کله چي د رمضان مياشت داخله شي دجنت دروازي خلاصي او ددوزخ دروازي بندي شي او شيطانان په زنځيرونو وتړل شي.
په يوبل روايت کي چي بيهقي په ترغيب کي نقل کړي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : لويعلم العباد مافي رمضان لتمنت امتي ان تکون السنة کلها رمضان ) )يعني که دالله تعالى بندګان د رمضان دمياشتي د روژي نيولو په خقيقي فيوضاتو پوهه شوي واى نو زما امة به دټول کال د روژي نيولو تکل کړى ؤ .
دروژي احکام اومسائل
١- روژه يوازي خوله بندولو ته نه وائي بلکه د روژي نيولو مقصد دادي چي انسان بايد له ټولو ناروا کړو وړو څخه پرهيز وکړي او په کامله توګه به دالله تعالى او دهغه د رسول صلى الله عليه وسلم احکامو ته تسليم شي حديث شريف کي راځي : ( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال : رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا کان يوشوم احدکم فلايرفث ولايصخب فان سابه احد اوقاتله. فليقل اني صائم ) الحديث
( متفق عليه )
هکذا (ومنه قال :قال النبي صلى الله عليه وسلم :( من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في ان يدع طعامه وشرابه ....الحديث)(رواه البخاري)
ترجمه : له ابو هريرة رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل که له تاسو څخه کومه ورڅ دچا روژه وي ، ښکنځل دي نکوي ،په لوړ غږ به دي هغي نه وهي او که چا ده ته ښکنځلى وکړي او يائي ورسره جنګ وکړ.
لازم دي چي ووائي چي زه روژه يم همدارنګه له ابوهريرة رضى الله عنه نه روايت دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : څوک چي خپله دروغ خبره کول او په هغي باندي عمل کول ترک نکړي ، نو الله تعالى دي ته محتاج ندي چي دي خپل خوړل او څښل ترک کړي .لدي نه معلومه شوه چي په روژه کي د ژبي او نورو جوارحو له ممنوعه افعالواو کردار نه بندول هم ضروري دي .
٢-
په شکي ورځ روژه نيول جايز ندي ځکه چي دخوږ نبي صلى الله عليه وسلم ارشاد دي ک (( وعن ابي اليقضان عماربن ياسر رضي الله عنهما قال : من صام اليوم الذي يشک فيه فقد عصى اباالقاسم))(( رواه اوبوداود- الترميذي وقال حديث حسن صحيح))
ترجمه له ابواليقضان عماربن ياسر رضي الله عنهما نه روايت دي
چي وئي ويل : چاچي دشک په ورځ روژه ونيوله ،بيله شکه ئي د اوبوالقاسم صلى الله عليه وسلم نافرماني وکړه
جامع ترميذي دابوهريرة رضي الله عنه په روايت يو بل حديث نقل کړي چي حلال المشکيلت دي فرمائي :
(( احصوا هلال شعبان لرمضان ))يعني دشعبان دمياشتي سپوږمۍ درمضان لپاره تعقيب کړئ.
ځيني خلک عادت لري ددي لپاره چي په روژه کي ئي د سپوږمۍ دنه ليو له کبله نقصان پيښ نه شي، نو يوه ورځ يا دوه ورځي دمخه روژه نيسي ، پدي هکله له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دحديثوپه کتابونو کي ډيرارشادات راغلي چي له هغي جملي څخه ئي دنموني په ډول لاندي څوحديثونه نقلوؤ:
((عن ابن عباس رضي الله عنهما قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم
ولاتصوموا قبل رمضان ضوموا لرويته وافطرو لرويته فان حالت دونه غيابة فاکملوال ثلاثين يوما)) ((رواه ترميذي وقال حديث حسن صحيح ))
ترجمه : ((له ابن عباس رضي الله عنه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:له رمضان نه وړاندي روژه مه نيـسـئ ،
بلکه د سپوږمۍ په ليدو روژه کيږي او دسپوږمۍ په ليدلو ئي ماتوئ او که چيرته وريځي دسپوږمۍ دليدلو مانع شوي وي نو ديرش روژي پوره کړئ همدارنګه فرمائي : وعن ابي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : اذا بقي نصف من شعبان فلاتصوموا))
((رواه الترميذي وقال حديث حسن صحيح)).
ترجمه :
ابوهريرة رضي الله عنه وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي کله چي دشعبان مياشت نيمه شي نو روژه مه نيسئ .
بل ځاي فرمائي : (( وعن ابي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال لايتقيد من احدکم رمضان بصوم يوم او يومين ، الا ان يکون رجل کان يصوم صومه ،فليصم ذلک اليوم)) ( متفق عليه )
ترجمه : له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : له تاسو څخه دي هيڅوک له رمضان نه يو ه ورځ يا دوه ورځي وړاندي روژه ونه نيسي مګر دچاچي عادتي روژه نيول له همدي ورځي سره برابروي نو دا ورځ دې روژه ونيسي.
توضيح :
دپورتني حديث شريف مقصد دادي چي له رمضان يوه ورځ يا دوه ورځي وړاندي هغه چاته روژه نيول جايز دي او روژه نيولاي شي چي هغه عادتاً ايام بيض او يا ټول کال دوشنبه او پنجشنبه روژه نيسي او دده دغه عادتي ورځ (( دوشنبه او پنجشنبه ))
ياذ مياشتي دري ورځي وي ، پدي صورت کي که دا سړي روژه شي پروا نشته ، که نه پدي نيت روژه نيول چي که روژه وه فرضي او که نه وه نو نفلي ، دا روژه نيول جايز نه دي .
٣- د روژي ماتي او پيشمني په هکله :
ځيني خلک په افغانستان او پاکستان کي په عامه توګه داسي عادت لري او دا ثواب ګڼي چي پيشمني دي په نيمه شپه کي وکړي او ماښام روژه ماتي دي هم وځنډوي څو ښه تيارۀ خوره شي بياء دا
ضروري مسئله ده چي مونږ خپلو لوستونکو ته لدي ابهام نه دسنتو په رڼا کي پرده ليري کړو ( انشاءالله )
(( عن انس رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تسحروا فان في السحور برکة))
ترجمه: له انس رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : پيشمني وکړئ ځکه چي په پيشمني کي برکت دي .
همدارنګه (( وعن زيد بن ثابت رضي الله عنه قال: تسحرنامع رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم قمنا الي الصلاة قيل:کم کان بينهما؟ قال : قدرخمسين اية ))( متفق عليه )
ترجمه : له زيد بن ثابت رضي الله عنه روايت دي چي وئي ويل : له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مي پيشمني وکړ وروسته په لمانځه ودريدو. ورته وويل شو چي څومره فاصله ( دپيشمني او لمانځه ) ترمنځ وه ؟ وئي ويل پنځوس آياتونه .
بيا فرمائي : وعن انس رضي الله عنه قال :( رسول الله صلى الله عليه وسمل يفطرقبل ان يصلي علي رطبات، فان لم تکن رطبات فتميرات،فان لم تکن تميرات حسا حسوات من ماء (( رواه ابوداؤد والترميذي) وقال حديث حسن) ترجمه له انس رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم به په څو دانو تازه خرماؤ( رطب ) باندي روژ ماتوله او که تازه خرما به نه وه ، نو په وچه خرما( تمير) باندي به ئي روژه ماتول او که به څوداني وچي خرماوي هم نه وي نو په څو غړبه اوبو به ئي روژه ماتوله.
له پورتنيو نبوي لارښودنو څخه دا ثابته شوه چي پيشمني ناوخته او ماښام روژه ماتي وختي کول بهتر دي او له ورستي مبارک حديث څخه دا معلومه شوه چي روژه ماتي په خرما او اوبو باندي بهتر دي او ثواب لري ،
الله تعالى دي مونږ ټولو مسلمانانو ته په نبوي نقش قدم باندي دتللو او عمل کولو توفيق عنايت کړي!
بل حديث شريف کي راځي چي : رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : فصل مابين صيامنا وصيام اهل الکتاب اکله السحر)رواه مسلم) له عمروبن العاص رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې زمونږ او داهل کتابو د روژي ترمنځ فرق پيشنمي کول دي .
همدا رنګه : عن سهل بن سعد رضي الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : لايزال الناس بخير ماعجلو الفطر ) متفق عليه .
ترجمه : له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي تل به خلک په خير کي وي ترهغو چي په روژه ماتي کي عجله کوي.
بل ځائي فرمائي(( وعن ابي عطيه قال : دخلت انا ومسروق على عائشة رضي الله عنها فقال لها مسروق رجلان من اصحاب محمد صلى الله عليه وسلم کلاهما لايالو عن الخير احدهمايعجل المغرب والافطار ؟قال عبد الله يعني ابن مسعود فقالت : هکذا کان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصنع )) ( رواه مسلم)
ترجمه : له ابو عطيه څخه روايت دي چي ويل ئي : زه او مسروق دعائشي رضي الله عنها حضور ته ورغلو . مسروق ورته وويل : دمحمد صلى الله عليه وسلم دوه تنه اصحاب دي چي هيڅ يو ئي د خير له کارنه مخ نه اړوي ، هيڅ يوئي د خير په کارنه مخ نه اړوي ، دهغوي يو ماښام په لمانځه او روژه ماتي کي عجله (تيزي) کوي او که بل ئي دماښام لمونځ او روژه ماتي ځنډوې .کوم يو دماښام له لمونځ او روژه ماتي کي عجله کوي ؟ وئي ويل عبدالله ، يعني ابن مسعود رضي الله عنه ، هغي وويل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به همداسي کول.
بل ځاي فرمائي (( وعن ابي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : قال الله عزوجل : (( احب عبادى الي اعجلهم فطراً) ( رواه الترميذي وقال حديث حسن ).
ترجمه : له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي الله جل جلاله وفرمايل : زماپه بندګانو کي خورا محبوب هغه دي چي په روژه ماتى کي له ټولو څخه ډير شتاب کوي.
همدارنګه : (( وعن عمر ابن الخطاب رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : اذا اقبل الليل من ههنا وادبر النهار مني ههناوغربت الشمس فقد افطرالصائم))
(متفق عليه )
ترجمه : له عمر ابن خطاب رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : که شپي لدي خوا څخه راشي او ورځ لدى خوا شاو وګرځوي لمر پريوزي، نو روژه دار به روژه ماتي کوي او د روژه ماتي په وخت کي درسول الله صلى الله عليه وسلم نه دا دعا شته چي ( اللهم اني لک الصمت وبک امنت وعلى رزقک افطرت))
وروستي