ایا د ویب سایټ او ویب پاڼې ترمنځ توپیر شته؟

په عامه اصطلاحاتو کې ډېری خلک د ویب پاڼې او ویب سایټ ترمنځ توپیر نه کوي، آن تر دې چې ځینې د ویب سایټ مسوولین هم دغه دوه اصطلاحات پر ځای نه کاروي. خو په حقیقت کې د دې دواړو ترمنځ څرګند توپیر شته.
  ویب پاڼه د انټرنېټ یوه ځانګړې پاڼه ده، لکه د کتاب یوه پاڼه. یوازې یو ځانګړی URL (لینک) لري. د یوې ځانګړې مقالې، خبر، انځور یا معلوماتو لپاره ځانګړې کېږي. 
مثال: کله چې تاسو د "روهي" ویب سایټ ته ورشئ او یوازې د یو خبر یا مقالې پاڼه پرانیزئ، هغه یوه ویب پاڼه ده.
  ویب سایټ بیا د ګڼو ویب پاڼو ټولګه ده چې د یوه نوم لاندې تنظیم او خپرېږي. د یوې ادارې، شرکت یا شخص لپاره جوړېږي. ګڼې برخې لري لکه: خبرونه، ادب، مقالي، انځورونه او نور. مثال: د "روهي" ویب سایټ خپله په بتن کې ګڼې ویب پاڼې لري؛ لکه د خبرونو برخه، د ادب برخه او نورې.
  ویب پاڼه یوازې یوه انټرنېټي صفحه ده، خو ویب سایټ د هغو پاڼو ټولګه ده چې د یوه نوم یا ادرس لاندې راټولې شوې وي.