د امریکا  نیباتي سوله؛ د جمهوریت او امارت  دوه لوبغاړي یې په پنجره کې پرېښودل


په ۲۰۰۱ یو کال کې  امریکا په لویو سوداګریزو مرکزونو بریدونه وشول، امریکا  د ترهګرۍ د ځپلو په نوم  افغانستان یا هغې خاورې  ته چې د لویو امپراتوریو هدیره هم ورته ویلی شو، په ډېر مغروره نه شکل راودنګل.

په کالونو کالونو  افغانستان کې پاتې شوله او په مېلیاردونو ډالر یې مصرف کړل،  خو داسې خاص لاسته راوړنه یې  د ترهګرۍ پر ضد  نه درلوده بلکې ترهګري نوره هم ورسره وغواړیده.

نو ددې لپاره چې  امریکا ته هم د ماته مخ ور ونه ګرځي، او په بریالیتوب سره ځان د افغان خاورې څخه وباسي نو  د ۱۹ کاله جنګ وروسته یې په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره کړه د سولې هغه خبرې چې د ټول جنګ ځپلي افغان ولس هیلې هم ورته راوټوکیدلې.

هر افغان دغه هیله درلوده چې ګوندې دغه د سولې خبرې د افغانستان لپاره د دایمي سولې او د وینې د تویدلو مخنیوي خبرې اوسي.

خو په عمل کې داسې نه وه، بلکې  امریکا له میدانه د وتو لپاره زمینه برابروله چې دغه د نیباتي سولې راتلو لپاره امریکا میدان پریښود او نن یې د میدان  لوبېدونکي لوبغاړي د جمهوریت او امارت تر چتر لاندې د یو او بل پر وړاندې د جنک په پنجره کې پریښودل.  په یو او بل نوم چې دواړه د الله اکبر چیغه هم وهي سره جنګیږي. 

د دغه لوبې پر لار اچولو لپاره امریکا د لومړیو څخه نیت درلود دغه ځکه چې افغانستان د نړې په خاص ډول د اسیا لپاره سټراتیژیکه سیمه ده، نو د نړۍ هېڅ لوي قوت دغه نه غواړي چې پر دغه خاوره د یو خپلواک او د پردیو د مداخلې خوندي دولت د پکې رامنځته شي،  دغه ځکه چې له افغان  خاورې د نړۍ هر لوي قوت خپلې  ګټې خوندي ساتلی شي.

نو کله چې پر دغه  خاوره  یو خپلواک هیواد رامنځته شي نو د نړیوالو یا د امریکا ګټې په دې سره  د ګواښ سرمخ کیږي چې امریکا دغه نه غواړي چې دغه د سیالۍ لپاره مناسب ځای د پر امن ځای بدل شي.

نو د دغه لپاره  چې امریکا بیا د خپل ضرورت پر اساس په اسانۍ سره  افغانستان ته راشي، نو  د جمهوریت او امارت په نوم یې د افغانانو ترمنځ لوبه شروع کړه چې پر دغه اساس به افغانان تل خپلې پښې په تبر پرې کوي او امریکا به  د خپلو ګټو په صورت کې د روانې جګړې له امله هرکله چې وغواړي په اسانۍ سر راتللی شي.

امریکا چې د نړیوالو او افغانانو لپاره  ملامته نشي نو د جنګ په میدان کې  په ښکاره د جمهوریت ملاتړ کوي او پر طالبانو غږ کوي چې د روانې جګړې د لاس واخلي خو په اصل کې امریکا  هم د طالب او هم د افغان حکومت سره مرستې کوي؛  تر څو افغانان په افغانستان کې د یو پیاوړي حکومت د رامنځته کیدو  په خپله مخنیوی وکړي.  افغانستان تل د دوي  د جنګ او ګټې میدان اوسې.

کله چې امریکا او طالب په خپل منځ کې د سولې توافق ته سره رسیږي. نو بیا ولې افغانان په خپلو منځو کې نه سره جوړیږي علت یې همدغه امریکا ده چې نه غواړي افغانان په خپلو کې سره جوړ شي دوي غواړي چې تل افغانان په یو او بل سره ووژني. 

نو افغانان هم دومره بې رحمه دي چې هېڅ رحم یې په فکر کې نه راځي دواړه لوري په بې رحمه ډول سره له  منځه  سره وړي.

اوس  افغان حکومت او طالب وسلوالو ته پکار دي چې دواړه لورې د جنګ څخه سره تیر شي یو دایمي اوربند وکړي.

او خپلو کې نوره  دغه پردۍ جګړه ختمه کړي. ځکه چې افغانان پوره څلویښت کاله د پردیو په اشارې د یو او بل پر وړاندې سره وجنګیدل او  خپل ژوند یې  په بد بختیو کې تېر کړ،  او نوره افغانان  په خاص ډول عام ولس پریږدي چې په  ارامۍ سره د خپل   ژوند  څخه خوند واخلي له دغه پردۍ جګړې په امن کې شي.