له هغه وروسته چې په خيبر پښتون خوا کې پر يو پوځي ښوونځي د پاکستانيطالبانو له خوا بريد وشو په دغه هيواد کې پر مېشت افغان مهاجرينو د دغههيواد د دولت او خلکو له خوا مځکه سره تبۍ ګرځېدلې، هره ورځ يې کورونهتالاشي کېږي، په بازارونو او کېمپونو کي نيول کېږي، شپه ورځ د پوليسو ترسخت تعقيب لاندي دي، له مدرسو شړل کېږي او … دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵
ميلادي کال تر پايه په دغه هيواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري. پهتاسف سره چې په دې اړه د مهاجرينو د نړيوالې ادارې او د افغانستان حکومتد مجرمانه خاموشۍ بړستن اغوستې.
د پاکستان دولت، سياسي ګوندونه او رسنۍوايي چې د افغان مهاجرينو شتون نه يوازي چې د دې هيواد اقتصاد يې ځپلیبلکې داخلي امنيت ته يې هم سخت ګواښ متوجه کړی، د افغانستان دولت دې دخپل ملي مسئوليت او افغانيت په حکم په پاکستان کې له مهاجرينو سره لهروانې بدې وضعې ځان خبر کړي او د نړيوالو ادارو په ملګرتيا دې د مقرراتواو لوائحو له مخي د مهاجرينو له حقوقو دفاع وکړي.که مهاجرين په پاکستانکې وځورول شي او په ناسمو شرائطو کي له دې هيواده و ايستل شي، قوي احتمال
دئ چې د دوی يو لوی شمېر به د افغان حکومت له وسلوالو مخالفينو سره يوځای کېږي او د خپل هغه دولت په ضد به په جګړه کي برخه اخلي چې له هيوادهبهر يې د دوی حقوق نشو ساتلی او په داخل کي يې دوی ته د ډاډمن ژوند شرائطنشو برابرولی، هم به د خپل هغه ګاونډي په ضد له هر سازش سره ملګري کېږيچې دوی يې د هجرت په ديار کي ځورولي، په زور يې شړلي، په بدو او سپکونومونو يې ياد کړي او هميش ېې د مهاجر غږ ورپسې کړی مګر دا چې ولې افغاندولت غلی پاتې دی دا نه ده معلومه ، که افغان دولت داغواړي چې افغانمهاجرين دې خپل هيواد ته راستانه شي نو ورته دې لازم اقدامات وکړي او دپاکستان دغه بد چلند دې ودروي.
وروستي