غزل

پـوهـه نـۀ يـم څـۀ دي خيـال دَ دې نـۀ پـس دے ستــا دَ لاســه مــې ګلشـن دَ زړۀ تس نـس دے
دا مـنـمـــه هــېــڅ کـمـے دلـتــه کښــې نـشـتــــه            ګــــزاره بـــې لـتــــا ګــــرانـــه درځـــم بــس دے 
دا متـــل دے نــمـــر پـــۀ ګـــوتـــه نـــۀ پـټـيـــږي                  تـــل ښـکاره لـکــــه دَ نـمــــر زمـــا اولــس دے 
مــــا غـــريـب ســــره قـيـمـت دَ ديـــدن نـشـتـــه                ستا دَ حُسـن پـۀ بــازار چــې يــو پــۀ لــس دے
زۀ هــــر چـــالـــــره پـــۀ زړۀ کـښـې لــرم مـيـنـــــه              څوک کۀ هر څـۀ هــر څــۀ وائ دامـې وس دے 
دَ صـبــا ســــره بــــــۀ خـېـــــر دے صـبـا ګــــورو                     دَ غـــــم غــــم رالـــه پـکار شـــابـئ دَ اوس دے 
بې قــدري ئـې چاتـه خس پـۀ زړۀ کښې نشتـه   تواب هسې دَ هرچا سترګو کښې خس دے                        ♦♦♦♦♦♦♦♦                      2004/12/9 __ الرياض