پـــــه ســـــرو غـــــرمـــــــو پـــــــه قـــــــوازه ولاړ ؤ
ســم دَ خـــولـــو پـــه سـمـنــــدر کښــې ډوب ؤ
دا دومــــره دنــګ دنــګ مـحـلــــونــــه چــالــــه
جـــــوړول کـار دَ يَــــو مــــزدور کــېــدے شـي
دا مــحــلــــــونــــــه جــــــوړونــکــــــے مــــــــزدور
پـــــه دې خـــــوارئ او مـــــزدورئ ځـــــان لــــره
يَــــوه جــــــونـــګــــــره جـــــــوړولـــــے نــــــۀ شــــي
بـيـــا هـــم پـــه يـــون وي دَ سُکــون پــه لټــون
او چـــې دَ کــــور کـلــي نــــه لـــــرې چــــرتـــــه
دَ خـېـټـــــې اور دَ ســــــــړولـــــــــو پــــــه نـيــــت
په ځان ئـې شپـه او ورځ يَـو کـړي هـر وخـت
بـيـــا هـــم سُکـــون پـســې ړانــــده کـاڼـــه شـي
پــــــه قــــــوازه ولاړ غـــــــر يـــــــو اونـيـــــــولـــــــو
ځـــــان ســـره وائ څــــۀ بــــه اووايــــو مــــونــــږ
کــه مــو حــالات دَ خـپــل وطــن صـحــي وے
نــو مــونـــږ بـــه ولـې پـــه پـــردي وطــن کښې
دَ زلا لــــت او دَ هـــجـــــــــران زنـــــــــدګـــــي
پـــه يَـــو حـــال هـــم بـــه تېـــره کـړے نــۀ وے
دا ئـې لا څــــۀ کــــړې چـې لــــه کـــــوره راتـــه
نـۀ ټېـلـې فـون کــړي ، نـــۀ خـبــر مـې اخـلــي
ځـکــــه خــــرچــــه پـــه وخــت لېګلـــے نـــۀ شــم
خـو هېــڅ قصــور هـغــوي تــه هــم نــۀ کـــؤوم
ځکـه چې ټـول زمـا پـــه طـمـعـــه نــاســت دي
پـــس دَ الله نـــــه ئـــې هـــــم زۀ اســــره يـــم
پــه دې سـوچـونـــو کښـې مشـغـــول ؤ لا چـې
تـــر غــــوږ ئـــې راغــے دَ مــوبـــائـيــل اواز
خفګـان کښـې نغښتـي خوشحـاليـانـــو ورلـــه
دَ امـيــــد بـــــاغ بــــانــــدې سپـــرلــے راوستـــو
ځان ته ئې ؤوې چې بـل څـوک کېـدے شـي
خـــــو دا زمـــا دَ زړۀ دمـــه بـــه وي نـــــو
جيب کښې چې پروت موبائيل ته لاس ئې کړلو
مخکښــې دَ دې نــــه چــې خــبــــــرې ؤکــــړي
پـــــــه رڼـــــا ورځ دَ يـــــوشـتـمـــــې صـــــدۍ
دَ يـــــوشـتـــــم چـــــت نــــــه راپــرېــــوتـــلــــــــو
۱/۶/۲۰۱۴ - الرياض
وروستي