غزل

زۀ پوهېږم نيت يې نشته دَ بخښنې
که زر ځله يې لاس لاندې کړم له زنې

ته ! تپوس کړې ستا دَ مينې برکت دی
ګريوان څرې چې زما دی تر لمنې

زه شندم چې ورته لارو کښې ګلونه
هغه ږدي راته په لارو کښې تل غنې

مينې ستا مې عقل ، زړه په داسې حال کړو
ګوزاره چې لکه نه کوي دوه بنې

نور دي اوليدل خفګان دي زړه ته راغی
داسې څه وايه تا کړي دَ مننې

په وطن کښې چې زمونږه څوک باچا شي
بل هېڅ کار هم نه کوي بې له وهنې

کله هم چې کار دَ شرم ترېنه اوشي
هېڅ خوند نه کوي چې غواړي بيا بخښنې

په مونږ لوبې چې کوي غم يې پکار دی
که نه هر وخت به کؤو تشې غندنې

ځکه تل به يو دَ نورو په قبضه کښې
مونږ اوده يو رانه نه کيږي څارنې

زه تواب يم سم خزان وهلی بوټی
سيوری ګوري چرته يار دَ ګورې ونې

  ۲۸-۸-۲۰۱۲/ الرياض