لکه باران مې په زړه خوږ
خوږ اوریدلې راغلې
عمر دې ډیر دی همدا اوس
مې یادولې راغلې
په هر نظرپه هرقدم کې ته وې ته وې ته وې
نن مې کړۍ ورځ سترګو
سترګو ته کیدلې راغلې
زه ،خفګان،اوښکې ،شوګیر
ټول به شوو راټول په شپه کې
تر روڼ سهاره به مــــــــو
شمعې بلــــــــــــــولې راغلې
قدم دې ونیسه چــــــــــې
دود کړم ګلابونه درتــــــه
ګرانه ! په ژوند کې مې
همدغه شیبې ښکلې راغلې
جلانـــــــــه! تا خـــــــــو
دانکار بندونه ډیر وتړل
څنګه ده؟ خدای چې مې په
ګوتو راکولې راغلې
سیدجیلاني جلان
وروستي