د لونګو مازديګر


              
د زمزمو په زرینو تارونو کې په اهنګین قدم روانه پیغلوکې شاعره ! خواږې خواږې او پیغلې غزلې وایي ، له لفظونو نه یې غلې غلې شرنګا څاڅي ،  داسې شرنګا لکه  یو ستړي لاروي ته چې د شپي پر مهال له لرې او نامعلومې خوا نه د درباب نغمه ځان ورسوي. زمزمه  چې کله د شعر چمبې ته خپلې هنرمندانه ګوتې واچوي نو ګلابونه سپړي ، شاعرانه ګلابونه ، په مینې لمده ګلابونه،  داسې ګلابونه چې د عطرو په راښکون او جذبیت لمبیدلي انځورونه لري راځئ چې له همدې ګلابونو نه یې یو ګلاب راوسپړو.او وږمو کې یې ورک شو.
دغه سپیره سپیره ډاګونه پکې ته سور ګلاب
رامعلومیږي له اوربله د کوچې پاتې یې
دغه بیت یې له تصویري ښکلا ور ها خوا  په شالید یا پس منظر کې  د کوچیانه ژوند او د کوچیانه مینې ښکلې منظیره  هم لري چې ..............
په دنیا کې  ډیرې ژبې شته د زور ژبه،  د پیغور ژبه او همداسې نورې ډیرې........ خو د شعر ژبه نه یوازې چې دانسانیت، مینې ، ښکلا ، درد، عاطفې  ژبه ده بلکې د ناهیلۍ او دمینې د زاریو  ژبه هم  ده ، په شعر کې ناهیلي ډیر زر په دردناکو زړونو اغیزه کوي، د مینې زارې د عاطفې ژورو ته انسان کوزوي او د معنوي نړۍ رښتونی ژوند ورښيي. د نوموړې شاعرې دغه بیت هم د مینې د زاریو د ژبې زیږنده دی
زما د ژوند شیبې شیبې خوښۍ دې ټولې یوړې
 د یتمانو یو اختر دې کړمه لاړې رانه
خپله ناهیلي له درده ډک پښتني ژوند،  د یتمانو له اختر سره تشبه کول ،   دتشبهاتو یوه منظیره ده. مونږ پخپل شعر کې په یو بیت کې په یوه کرښه کې یو لفظ د بیت په بله کرښه کې د بل لفظ سره تشبه کوو خو دبیت یوه کرښه دبلې کرښې سره د مفهوم له مخې تشبه یا په بله مانا  د بیت د یوې کرښې پس منظر د بیت بلې کرښې د پس منظره سره تشبه کول ډیره ګرانه ده او دا پخپله شاعرۍ کې  ډیره کمه لرو. زمزمه دا هنر هم لري.
که څوک غواړي یو څوک په مینه کې په زور هیر کړي هغه نور هم یادیږي، نور هم په روح روان کې زرغونیږي او همدا د هیرولو قصد او فیصله کول یو بل نه هیریدونکي تصویر او نه هیریدونکې خاطره پیدا کوي چې انسان تر مرګه زوروي. چې همداسې دردناک تصویریې په دې هنري بیلګه کې ګورو.
 
 
 په دې مې هیر نشوې په څه دې هیر کړم؟
 ما چې دې نښې سوزولې یادولې مې ته
 
 دغونچې پښتنې یو بیت همداسې مفهوم لري چې وايي:
  د ستا په مخ کې سوزوي غونچې! انځور د جانان
 څه ساده خلک دي او څه خواږه سازه راکوي
دا چې په پښتني ټولنې ځینو تورو او مقیدو رواجونو ګونډې وهلي د ځوانانو او په ځانګړي ډول د ښځینو حقوق ددې رواجونو په اور کې ایره ایره دي،   نو زمزمه د یوې پښتنې با غیوره پیغلې په حیث پورته کیږي د رواجونو توره دړه  د جرات په تبر ووهي ،  دړې وړې یې کړي،  د انسانیت او دمینې نړۍ ته ترې لکه سینګارشوې  ښاپیرۍ په معصومانه  انداز راوزي او پخپل لاس کې  څو د شوخۍ ګلونه، د زمانې  داینې په ټټر ولي،  پاڼې پاڼې او دانه دانه یې کړي نو راځئ چې ددې خورو ورو او دانه دانه ګلپاڼو تر شا ددې پښتنې پیغلې شاعرانه طبعه  او هنرمندانه زور ته تم شو.
 
پرون دې یوه داسې  زمزمه راته کوله
چې زه دې په مړوند باندې خوره وره اوده وم
    ---
خود به زمزمې هغه په شمیر د لیونو کې وي
زه چې  اداګانې  اثري سترګو کې ساتمه
   ---
زه به یې پوی کړم چې د مینې ماته څه ته وايي؟
دا کبرجن  که چیرې بیا هم په دې ښار پاتې شو
  ---
پوهیږې؟ ستا نوم مې همزولو منځ کې څه ایښی دی
تل یادوم دې،  د لونګو مازدیګر په نامه
د زمزمې (نه به هغه په دې لار راشي نه  هغه وختونه)
نغمه نغمه ګلبڼ تازه را ټوکیدلی دی، ډیر ګلونه به یې د شعریت او هنریت په اوبو ښه  نه وي خړوب شوي، ددې ګلونو ډیرې پاڼې به یوې بلې ته ورته وايي، د وزن د فروتو ویړه به یې ځای ځای  ماته وي  خو زمزمه په اسانۍ کولای شي چې د ریاضت او مشورې  په لاسونو ددې ګلبڼ فضا لا په شمبني عطرو ولمبوي  او خپل راتلونکي ګلونه کتابونه لا ښکلي او منور کړي او که زمزمه مونږ ته وایي چې :
 
 زمزمې ما خو د ملت ترجماني کړیده
 خیر که غزل کې ښه تشبه او ښه تصویر نلرم
 
 خو زه به همدا بیت ورغبرګ کړم چې:
 
زمزمه جانې! تا ښایسته ترجماني کړیده
ته په غزل کې ښه تشبه ،  ښکلی تصویر هم لرې
 
     
 
                              په درنښت
                       سیدجیلاني جلان
                          
کابل- پامیر سینما -کتاب ښار  ،۲۵  غویی ۱۳۹۲