خير که غريبان يو يا کوو په سادګۍ کې ژوندګله ! جنت بويه د ضمير په ازادۍ کې ژوند
وار دی د طبعيت د خنديدو جانانه زور کوهښه په شرنګ غږېږي د سپرليو په شپيلۍ کې ژوند
ځي ورپسې واړه ژوندي سري د اميد پر پښوسپور دکاينا ت د ښکلاګانو په بګۍ کې ژوند
ته زما د روح د غوټۍ شونډو کې خوږه موسکاته لکه هنر زما د درد په موسيقۍ کې ژوند
دا مو د حيا سمبول دی د ا مو دسينګار ګاڼهتاته لوپټه کې ژوند او ماته په شړۍ کې ژوند
نن به دې جلانه غرنی خوی رومنتيک کړمهکېنه چې د ژبې غوندې درکړم په خولګۍ کې ژوند
سيدجيلاني جلان
وروستي