غزل

نن مې هسې له دنیا نه زړه تور شوی
یاره هسې مې له چانه زړه تور شوی
دا چې هسې په تور تم کې یم خوشاله
د سپوږمۍ له دې رڼا مې زړه تور شوی
ټولې مینې بازاري شوې کلیوال یم
د دې ښار له ناز ادا مې زړه تور شوی
دلته مینه ده لوی جرم ستا په چم کې
له مجنون او هم لیلی مې زړه تور شوی
چې یې پاکه مینه نه وي زده ارینه
له دې شیخه او ملا مې زړه تور شوی