ولې ولې داسې وشي( د لوګر غميزه)؟

محمدالله ارين احمدزی
د چهارشنبې په شپه د لوګر ولايت په يوه لرې پرته غرنۍ سيمه سيجاوند کې چې د دې ولايت د برکي برک ولسوالۍ اړوند سيمه ده او د دې ولايت په لويديځ کې پرته ده ،و وحشي امريکايي سرتيرو پر ملکي وګړو او د دوی پر کورنو شپنۍ بريد وکړ( ډيری لوستونکي به و وايي چې د ليکنې ژبه مې ستوغه ده خو ستوغه نه بلکه د زړه درد مې پکې دی ځکه دا سيمه زما سيمه ده او زه يې د خلکو له ژوند څخه خبر يم) چې نيژدې ۲۲ تنه بې ګناه ميرمنې، ماشومان، سپين ږيري او ځوانان يې پکې شهيدان کړل.
په لومړي سر کې به ښه دا وي چې د سجاوند د سيمې په اړه درته يو څه و وايم، زه به ډير لرې او د دې سيمې تاريخي شاليد ته نه ځم يوازې د دې سيمې د خلکو له غربت ډک ژوند به درته په څو کرښو کې انځور کړم. سجاوند په غرو کې پروت دی، هلته ښه سړک، ښه ښونځی، ښه کور، بريښنا، ښه روغتون، عامه خدمات او..... څوک نه پيژني، له نه پيژندو مې موخه دا نه ده چې خلک يې نه غواړي بلکه چا ورته جوړ کړي نه دي. د دې سيمې يو اوسيدونکي تير کال راته کيسه کوله چې ميرمن مې په اولاد ناروغه شوه ډيرې منډې مې وکړې موټر مې پيدا نکړ، د شپې دولس بجې وې چې ميرمن مې نوره د مرګ کومې ته نيژدې شوه اړ شوم چې په موټرسايکل يې له دې سيمې څخه برکي راجان ته روغتون ته يوسم البته له دې ځای څخه به برکي راجان ته نيژدې شل کيلومتره لار وي، لار يې هم د خاکې په پراخه دښته راکښته شوې، چې هر ډول ډار پکې شته دی، بل دا چې ټوله لار خامه ده، ملګري مې ويل چې له کلي څخه مو حرکت وکړ او د روغتون په لور د شپې په دې چوپه چوپتيا کې له خپلې ميرمنې سره يو ځای را روان شوم، د شپې په يوه بجه په وچه دښتې کې روان ووم او ميرمنې مې په وچه دښته کې چې يو څاڅکي اوبو د پيدا کيدو امکان هم نه و حمل وکړ،حمل تير شو ميرمن مې له مرګه بچ شوه خو اته نهه ساعته دردونه يې وزغمل، د دې سيمې اوسيدونکي داسې خاص تجارت نه لري، پسرلۍ للمي کري، په غره کې شته بوټۍ لکه رواشې او سپيلنۍ را ټولوي او په لوګر کې يې خرڅوي او په دې باندې خپل ژوند تيروي، که چيرې دې سيمې ته نيژدې هرڅوک ورشي او د خلکو له غربت، بيچاره ګي څخه ډک ستړی ژوند و ويني نه پوه به شي چې...........، له پاکستان او ايران سره هم ګډه پوله نه لري چې دوی دې د نورو سيمو په څير قاچاق وکړي او يا دې هم مافيايي کړه وړه ولري خو چې څومره درته د دې خلکو د غربت په اړه و وايم کم به وي. له کله چې د ځمکې پر مخ د افغانستان په نوم هيواد شته او د دې هيواد په نقشه کې د لوګر په نوم ولايت شته دی څوک به راته دا ثبوت را نه وړای چې دې ولايت ته دې د کوم نظام پر مهال اهل سړی  يه په بله اصلطلاح  د سړي زوی راغلی وي، د دې ولايت اوسيدونکو ته دې کار کړی وي. په لوګر کې که مجاهد، طالب، خلقی او يا هم امريکايي پلوه لويديځوال واک ته رسيدلی دي يوازې يې ځان ته کار کړی دی، په ښار کې څو مارکيټونه او پکتيا ته د غځيدلي پاخه سړک جوړيدا د دې ولايت د نورو اوسيدونکو په ژوند کوم اغيز نه شي کولای ځکه سړک د يوې اړتيا پر بنسټ جوړ شوی دی او په مرکز کې څو مارکيټونه هم د دولت کمال نه بلکه د خلکو شخصي کاروبار دی. مجاهدينو د خپلې واکمنۍ پر مهال د دې ولايت په ډيرو برخو کې ډلې جوړې کړې وې، ولسوالي د يوه تنظيم، ولايت د بل، بازار او ښاروالي هم د بل وه، د طالبانو په وخت کې دې ولايت ته يوازې مبلغين راتلل، ښه غږيدل، ښې څيرې يې وې خو کار يې نه و، د کرزي په يوه لسيزه دوره کې په لومړي سر کې جمعيت اسلامي ته حواله شو، هغو چې څه غوښتل هغه يې وکړل، ښه مې ياد  شي يو وخت د دې ولايت په برکي راجان بازار کې يوه امنيتي پوسته وه په دې پوسته کې شته چرسيانو پوډريانو د همدې ويرجنې سيمې سجاوند خلک د دې له امله چې په مسنونه طريقه يې ږيرې پرېښې وې، پټکي يې پر سر و دومره وځورول چې نور دوی ته ناشونې ونه چې په سيمه کې يوازني بازار ته هم راشي. د دوی له غمه خدای خلاص کړل، له جمعيت اسلامي ولايت خلاص شو، د هاشمي په نوم د کاپيسا يو کس پکې والي شو دوه درې کاله يې په لوګر کې ښه خوبونه وکړل او بيرته ترې لاړ خو لوګريان په دې ونه پوهيدل چې هاشمي نر و که ښځه، تر هغه وروسته پکې عبدالله وردګ چې د سياف صيب مخلص و حاکم شو، دده هم زړه و چې مزې پکې وکړي خو ژوند ورته موکه ورنکړه او په پغمان کې په يوه چاودنه کې ومړ، بل ځلې بيا د محاذ په نوم د اسلامي تنظيم يو پخوانی قومندان جنرال عتيق الله لودين والي شو، دې والي تر دې وړاندې په پکتيا او لوګر کې د کمپاين په نوم اربکي لرل، دده ډلې ډي ډي آر يا خلع سلاح شوې او دی يې په بدل کې والي شو، دی دومره بې کفايته سړی و چې د ده د واکمنۍ پر مهال ولايت ته د ځينو بهرنيو ادارو لخوا لکه ايشيافونډيشن لخوا ورکول کيدونکې پيسې يې هم په خپل جیب کې اچولې ان تر دې چې د دې دفتر لخوا مرستې شوې غالۍ يا قالينې يې هم خپل کورته يو وړې دا والي نه چا په کوم کنفرانس کې وليد نه هم په بهر کې چيرې لوګر ته د بسنې را ټوليدو پر مهال، اوس دا دی والي بدل شو، د ولايت سياسي څيره بدله شوه، او ښاغلی دولت خان صبری پکې والي شو، تر اوسه چې ګورو د ده مخ په لوګر پسې دومره ښه نه دی تللی، ځکه يوې خواته پکې وسله وال ان تر دې رسيدلي دي چې پاټکونه يې اچولي دي او بلې خواته هم بهرنيو ځواکونو خپلو بمباريو شپنيو عملياتو ته زور ورکړی دی، ولسوال يې تيره ورځ پژواک خبرې آژانس ته وویل چې په سجاوند کې ډيری وژل شوي کسان ملکي وګړي دي خو د ده ادارې بيا وويل چې نه ډير پکې وسله وال طالبان دي، که وسله وال طالبان هم وي دی ددې حق نه لري چې د يو طالب لپاره حمل لرونکې مور، تنکی ماشوم، سپين ږيری بوډا او يا هم ځوان يا کور په نښه کړي. همدارنګه دا ولايت له ولسي جرګې څخه هم طالعې نه لري علي محمد مومند چې په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازی دی په تير ځل کې د ازادۍ راډيو د خاموشي پاچا شو، شکيلاهاشمي يو څو ورځې منډې وکړې او چې په دې ډاډه شوه چې د بيا بريا چانس يې شته دی کراره کيناسته، همداسې هغه بل خرواری همتيار هم بې همته و او هيڅ يې ونکړل، په دې نوې دوره کې هم د خاموشي پاچا بيا شته دی، دوه ورسره نور دي چې يو يې اکبرستانکزی دی او ټوله ورځ د دې په غم کې دی چې  په دې ولايت کې د امريکايي ځواکونو قرارداد بايد بل څوک ونه نيسي، ان تر دې چې امريکايي ځواکونو ته عادي کارکونکي هم په کميشن ورکړي دي.  يو بل پکې صاحب خان دی دی هم تر اوسه ځليدلی نه دی خو په ولسي جرګه کې زما دوستان يې د کار صفت کوي او وايي چې ښه غږيږي، مګر زه وايم چې ښه غږيدا دې د ده سر وخوري تر غږيدا کار او تر کار بيا عمل مهم دی، ځکه نور خلک په ږیرو، پټکيو، ستانکزيو، احمدزيو، مجاهد، طالب نه غوليږي، خلک کار، کور، ښه ژوند، ډوډۍ، امنيت، بيارغونې، ښونځي، پاخه سړک او روغتون ته اړتيا لري، بله هم پکې پخوانۍ شکيلا پاتې ده، له دې هم لوګر طالعې نه لري، د دې ولايت د ولايتي شورا غړي هم مه بوله، زه په مشرانو جرګه کې د لوګر په نوم کوم سناتور نه پيژنم که وي دی به هم د خاموشي پاچا وي ځکه نيژدې يوه لسيزه کيږي په کابل کې ژوند کوم، پوهنتون مې دلته ولوست او دا يوه لسيزه کيږي په خصوصي رسنيو ، ټلويزونونو، راډيوګانو، ورځپاڼو او اونيزو کې کار کوم، ولايتي استازي يې هم ژیړ پټکي په سر کوي او ټوله ورځ د دې په تمه دي چې څومره بايد وګټي ان تر دې چې د ولايتي شورا رييس يې چې زما تربور هم دی په دې تورن شو چې په اداري فساد کې لاس لري. ولسوالان مو تر دې بد تر دي، څوک ويلای شي، چې په څرخ، خروار، خوښۍ او برکي برک کې ولسوال شته دی، که يې نه منۍ ورشی په لوګر کې سروې وکړۍ، وسله وال طالبان دومره پياوړي شوي دي چې په دې ولايت کې پاټکونه اچوي، لارې تړي، فيصلې کوي، او ان اوس خو پکې وزير او بهرنيان هم تر سترګو کيږي، په سجاوند کې کيدای شي د وژل شويو کسانو په منځ کې طالبان هم وي مګر عام اولس څه کولای شي، يوې خواته طالب سره وسله ده او بلې خواته له دولت سره امريکايي الوتکې.  خو په ټول کې ويلای شو چې دې ولايت ته له سياسي، اقتصادي، فرهنګي او پراختيايي پلوه جوړه ده، د جهاد په وخت کې باب الجهاد و خو اوس اوس بيا باب الخيرات دی، خلک يې هک پک دي، هيڅ نشته دي، نه پکې ښه روغتون شته دی او نه هم پکې ښه سړک، ښونځی یا هم کوم بل داسې څه چې د خلکو په ژوند کې دې تغير راولي. مخکې په ډيرو ولايتونو کې بريدونه و، عمليات و وژل ، نيول و، اوس په لوګر کې هم پيل شوه، خو نورو ولايتونو يوه ګټه وکړه پکې څه ناڅه ورغول شول، ولسمشر کرزی ورغی د خلکو اوښکې يې پاکې کړې، مګر لوګر نه په ځمکه سيوری لري او نه هم په اسمان ستوری والله که به يې والي هم ورشي.، بس د خدای غیبي مرستې ته خلک په تمه دي نور څه نشته دي. بهرني ځواکونه دي، په کليو کې وزي ننه وزي او طالب جان هم  د خلکو د کورونو له منځه پرې بريد کوي. طالب تښتي، امریکايي پسې راځي کلي ته يوازې او يوازي ملکي وګړي وژني، نيسي او له ځان سره يې ولي. له نيولو خبره تيره شوه اوس پکې دا ده بمبارۍ شروع شوې، ميندې بورې، کونډې او رنډې شوې، او ماشومان هم يتميان شول. خو اوس به يې څوک غم کوي. بس خدای دې په لوګر رحم وکړي، نه مو د ژړا څوک شته او نه مو هم د غږ اوريدو.
په پای کې د اور ژبي شاعر عليم بسمل صيب دا نوي څو بيتونه هم په خپله ليکنه کې راخلم چې دې پيښې ته يې ليکلي دي:
افغانستان ته نه ځم
خير که ماشوم يمه او بيل يمه د مور له غيږې
بيرته به بيا دني...ا ته را نه شم د ګور له غيږې
له ناکراره افغانستانه هديره کې ښه يم
د ژوند له ورځې د لحد په توره شپه کې ښه يم
دلته مې توپ او تيارې له خوبه نه ويښوي
ټيټي چورلکې مې د شپې له خوبه نه ويښوي
ژوندى مې نه کړى زه مړ ښه يم جهان ته نه ځم
خدايه ډاريږمه زه بيا افغانستان ته نه ځم
زموږ پر کور به غدۍ پريوځي تلاشي به راشي
د عدالت قهرمانان خپل او پردي به راشي
زما ليمې او زما سر به تر پښو لاندې کړي
زما نازک معصوم وجود به تر موزو لاندې کړي
ډير وارخطا وم د ژوند کور کې چې دا چيرته راغلم
ځکه مې ډيرې کمې شپې وکړې او بيرته راغلم
قيامت دې نه راځي راتلو ته يې تلوار نه کړمه
که په خپل واک وم د ژوند جرم به تکرار نه کړمه