سحر صيب ته د داد په ډول څو کرښې:

محمدالله ارين احمدزی
استاد علم ګل سحر ښه ډير کلونه کيږي چې پيژنم يي، له ډيرو کلونو مې موخه داده ، کله چې د ژوند له سړو تودو سره مخ شوی یم، نو لومړنی لاس نيوی مې سحر صيب کړی دی، له نن څخه نيږدې ډير کلونه وړاندې استاد په آزادۍ راډيو کې خپرونې جوړولې، زه په کلي کې ووم غږ به مې اوريد، خو په ۱۳۸۴ کال کې کله چې کابل ته راغلم، او بيا مې په کابل کې درس پيل کړ، نو د درس په ترڅ کې زما د لومړنۍ دندې د پيل په هغه لومړۍ شيبه مې سترګې په سحر صيب ولګيدې.
سحر صيب زه نه پيژندم خو ما سحر صيب پيژاند، د دفتر نوې فضا، له کلي لرې والی او دفتري کارونو وارخطا کړی وم، خو له استاد سره ليدو او د سحر صيب له هيلو او اميدونو ډکې څيرې راته ډير څه راکړل، اول ځل مې لومړنی خبر او خبري ژباړه راته سحر صيب سمه کړه، او زما ډيره خرابه او ګوډه ماته املا يي ډيره ښه وبلله، زه پوهيدم چې ښه نه ده خو د استاد عادت د زړونو لاسته راوړل دي نه د زړونو ماتول، او نن چې څومره هم ليکلی شم، د همدې استاد برکت دی.
سحر صيب زما په څير هره ورځ او هر چيرې د ډيرو د زامنو لاس نیوی کړی دی، ښه لار يي ور ښودلې ، ځکه د ده په اند ژوند مبارزه ده.
د نورو ورځو په څير نن سهار چې دفتر ته راغلم د تل په څير مې انديښنه وه چې استاد به راغلی وي او بايد ويي وينم، ځکه له استاد سره زما تر ستړې مشې وروسته دوهم پيليدونکی بحث په ورځپاڼو ،په هيواد کې په روان شواخون، زياتي، هيلو، ناهيليو او................ باندې وي، خو نن استاد داسې نه و لکه نورې ورځې يوازې يوه خبره يي نورو ورځو ته ورته وه او راته يي وويل: ژوند څنګه دی؟
ما هم په کراره ورته وويل چې استاده شکر دی ته څنګه يي؟
استاد وويل: زما خو والله زړه درد کوي.
ما بيرته ور غبرګه کړه: چې ولې استاده؟
ويل يي روښان نن راسره مخه ښه وکړه او بهر ته په زده کړو پسې وخوځيد.
استاد نور څه ونه ويل بيرته يي سر کښته کړ او د نورو ورځو په څير يي نن ورځپاڼو ته نه کتل بلکه په کيبورډ لګيا وو او ژر ژر يي څه ليکل.
ماته هم د روښان د کار لپاره د استاد ستړې ورځې، په خپله د روښان ستړې، او ډير نور زحمتونه را ياد شول،خو زه چې د يو ځوان په توګه مې تل په بهر کې زده کړې ارمان دي او وي به، خدای شته بهر ته د روښان په تګ ځکه خوشاله شوم خو خوشالي مې پټه کړه ځکه د استاد په څيره پروت د زړه د ټوټې خړ ګرد ما هم احساس کړ.
د سحر صیب زوی، د داسې پلار په شتون کې چې تل د نورو له غمه مړ وي، په دې بريالی شو چې بهر ته ولاړ شي، زده کړې وکړي او بيرته هيواد ته راشي او د خپل وران او ويجاړ هيواد خدمت وکړي، تر دې به ستره خبره نه وي.
زموږ پلار به تل ويل چې د اولاد لرې والی د مور او پلار زړه سوری کوي، ما چې نن سحر صيب وليد د ده خړه پړه څيره مې ولیده د خپل پلار دا خبره مې زړه ته ولويده، زه پوهيږم چې سحر صيب د زوی او زړه د ټوټې په لرې والي خفه دی، او خدای خبر د روښان د مورکۍ به څه حال وي، دا هرڅه راته د درک وړ دي، خو د وياړ خبره داده چې روښان د هيواد د نورو ځوانانو په څير په مزدوري پسې ایران، سعودي او يا نورو هيوادونو ته نه دی تلی، بلکه بهر ته په زده کړو پسې تللی دی، ما په کلي کې ژوند کړی دی، ښه مې ياديږي چې هره ورځ به زموږ د تره زوی، تربور، کليوال بهر ته ته، مورکۍ به يي په وره کې قرآن کريم بره د ده په سر نيولی و او له سترګو به يي غټې غټې اوښکې روانې وې، خو څه يي کړي وی بله چاره نه وه، په افغانستان کې له مجبوريو ډک ژوند، ډير ځوانان په بهر کې د مزدورۍ په نوم سپين سري کړل، ډير يي په سعودي او ايران کې تر ژورو څاه ګانو لاندې شول، ډير نور بيا په سمندرونو کې کبانو وخوړل.
نو استاده! ستا په څيره د روښان د بيلوالي نني درد زما زړه هم ودرداوو، ماته هم ستا په څير ډير پلرونه همداسې سترګو ته ودريدل، ستا په شوې ليکنه کې تا ځان ته پوره ډاډ ورکړی و چې تر هغه پورته خبرې زما هم نه دي زده، خو زه درته يو څه وايم، هغه دا چې زما په څير ډير ځوانان چې حالاتو له خپلو پلرونو او ميندو لرې کړي دي، د خپلو پلرونو مينه په تا ماتوي ستا په څيره پروت خړ ګرد دې ستا په دښمن ولويږي، ستا درد دې ستا په دښمن شي، زه ډاډه يم لکه څنګه چې ته په دې هيواد خوږيږې، ته د دې هيواد د ځوريدلي ولس د بچيانو لاسنيوی کوي الله تعالی به د روښان په لوري وي، په خپل زور بهر ته تګ، په هسکه غاړه ښونځی لوستل، په کلي کې له وياړه ډک ژوند، دا هرڅه په تا د الله پيرزوينه او ستا خپل نيت دی.
استاده خفګان مه کوه! ځکه د روښان جدايي تاته د ژوند په سړو او تودو کې بله ازموينه ده، خو زه ډاډه يم چې ته په دې ازموينه کې بريالی يي، ځکه ته وايي چې ژوند مبارزه ده او په دې مبارزه کې ته هر وخت بريالی يي.
په درنښت