پکتيا کې نښته پای ته ورسيده

پکتيا
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون ويلي دي چې په پکتيا کې نښته پای ته رسيدلې او امنيتي ځواکونه په دې وتوانيدل چې وسله وال له منځه يوسي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي اته تنه ټپيان شوي دي، چې دوه پوليس، دوه ميرمنې او دوه پکې ماشومان او نور محصلين دي.
سمون وايي چې سيمه کې حالات کابو شوي دي. او د بريد کونکو جسدونه د جګړې په سيمه کې پراته دي.