روح:
د
یتیم اوښکې!
زه نن عرش ته ځمه
ښایې بابک دې هلته ووینمه
که څه ویل غواړې نوو؟
اوښکه:
بس سلامونه کوه
که درنه اوپوښتلم
پام ورته ونه وایې
چې زه په ځان را اورم
رښتیا دایوه خبره
چې درنه هیره نه شي
زما بابک ته وایه!
ته خو شهید یې کنه
په خدای دې نا چسپیږي
یوځل زما په خاطر
رب ته لاسونه جګ کړه
چې نورپه دې خاوره کې
داوینې نه تویږي
غضري
وروستي