تريدلي څاڅکي

 دا موږ چې تل په ژوند مین ښکاریږو
اصلي موژوند ته سم کتلي نه دي
هغه عمرونه چې موږ وبایلودل
که رښتیا وایم موږ لوستلي نه دي
ړوند مو یو ړوند ولیده
په ګوډ موبس یواځې وش وویل
یوڅوشېبې مو دمقتول دمور دمخ په پاڼه
دسپینواوښکو تریدلي څاڅکي
په یوغریب نظرکې ونغښتل
خوبیا مو هیر کړه
موږ خو په ژوند پسې
له ژوند څخه په تیښته ښکارو
موږ او رښتیا ژوندي؟
دانه منمه
موږ دژوندو لباس کې مړي ګرځو
اواز راځي
خودځواب دورکولو نه یو
اوښکې راتوی شي ورته ګورو
خولوستی یې نه شو
دګوډ سینه کې
خوږ زړګی مو هم په ګوډ حساب کړ
ړوند موهم پریښود
په ړانده مزله کې
موږ دژوندون په لټه
دژوند اصلي معنی نه لرې ولاړو
دومره ډیر لرې
چې ژوندي نه ښکارو
ښایې ژوندي نه یوو نوځکه دومره
دژوند په نوم باندې زموږ مینه راځي