زه دې څومره ليونی يم

ستا درنګ په رنګ کې رنګ یم
ستادترنګ نڅا مې خوښه
 
ستادګل ژبه مې ژبه
ستاسپرلی زماژوندون دی
 
ته مې پیر ته مې مرشیدیې
په ښي مټ مې ټک وهلي
ستا دمینې تعویذونه
زړه مې ستاپه درسجده ږدي
روح مې ستا حرم کې ګرځي
دخوږمن احساس زګیروي مې
ستا دنوم په شفاپایې
 
دهرټپ په چاودو  شونډ
ښکلوم ستاتصویرونه
اوس نو ته ووایه ښکلې
زه دې څومره لیونی یم
 
غضري